د مارچ په اوومه نېټه په هندوستان کې د اووه لوبډلو ترمنځ د پخوانیو لوبغاړو لخوا د با امنه نړۍ په نامه د کرکټ سیالۍ ترسره شوې.
په دې لوبو کې چې تېره ورځ د مارچ په ۲۱ مه پای ته ورسېدې، د هندوستان، سریلانکا، سویلي افریقا، ویسټ انډیز، اسټرالیا، بنګله دېش او انګلستان لوبډلو ګډون درلود.
د هندوستان او سریلانکا پایلوبه او د دوو هندي لوبغاړو توپوهنه
پایلوبه کې سریلانکا ټاس وګاټه او توپ اچونه یې وکړه.
د هندوستان لپاره پیل دوو بهترینو پخوانیو لوبغاړو او د اوپننګ جوړې سچېن ټېنډولکر او ورېنډر سېواګ وکړ.
سېواګ ۱۳ او ټېنډولکر ۳۰ منډې وکړې.
له دې وروسته بدرینات په ۷ منډو اوټ شو؛ خو په څلورمه وېکټ د یوراج سېنګ او یوسف پټان ملګرتیا بریالۍ وه.
یوراج سېنګ په ۴۱ توپونو ۶۰ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او څلور څلوریزې پکې شاملې وې.
ورسره یوسف پټان په ۳۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۶۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.
له دې سره هندوستان په شل اورونو کې د څلورو وېکټو په لوېدو سره ۱۸۱ منډې جوړې کړې او سریلانکا ته یې ۱۸۲ منډې هدف ورکړ.
د سریلانکا لپاره ټېلا کرټنی دېلشن ۲۱ منډې او سنت جایاسوریا ۴۳ منډې وکړې.
چمارا سېلوا ۲ منډې او اپال ترنګا ۱۳ منډې وکړې.
چېنتاکا جایاسېنګ ۴۰ او کوشالیا ویراراتی ۳۸ منډې وکړې.
سریلانکا په شل اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره ۱۶۷ منډې وکړې او لوبه ترې هندوستان په ۱۴ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی یوسف پټان او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی دېلشن وپېژندل شو.
پایلوبه کې یوراج سېنګ او یوسف پټان نږدې سل منډو ملګرتیا هند ته بریا ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.
د نومرو جدول
هند په ۶ لوبو کې پنځه وګټلې، سریلانکا په ۶ لوبو کې ۵ خپلې کړې، سویلي افریقا شپږو کې څلور، ویسټ انډیز شپږ لوبو کې درې، انګلستان هم شپږو کې درې وګټلې او بنګله دېش شپږو کې یوه وګټله او پنځه یې وبایللې.