د پښتو ورځې په مناسبت

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: عبدالمجید پردېس

تش په شعارونو او فېسبوکي جملو باندې پښتو او پښتانه نه آبادېږي.
ځینې پښتانه خو همدغې ته نېغ ناست وي چې د پښتو او نورو مناسبتي ورځو لپاره لیکل او ځانښودنه وکړي، چې لایکونه او کمېنټونه واخلي، داسې خلک د رښتیني عمل په ډګر کې بیا د پښتو او پښتون سیوری په ټوپک ولي.
په یوازې تعبیرونو، تعریفونو، ستاینو، رنګارنګ جملو او کلمو باندې پښتو نه پښتو کېږي.
پښتو کلتور دی، پښتو قانون دی.
دغه کلتور خپرېدو او دا قانون پلي کولو، ساتلو او پاللو ته اړتیا لري.
پښتو ته کار کول صداقت، ژمنتیا او قرباني غواړي.
یوازې په مبارکۍ او پیغامونو باندې پښتو، پښتو کولی نشو.
زموږ ژبورو شمله‌ورو مشران، چارواکي، عالمان، خطیبان او قلموال بايد په هېڅ دریځ ممبر او ځای کې د ګرانې پښتو په ویلو او لیکلو ونه شرمېږي.
په ویاړ او هسکه غاړه په سپېڅلې پښتو باندې وینا او لیکل وکړئ او په دې کار سره خپل پښتني شجاعت او هویت په زبات ورسوئ.
که داسې مو وکړل نو د ولس په زړونو کې په خاص ځای پیدا کړئ.
پښتو ژبې د پایښت او علمي کېدو لپاره عملي او ښکاره کار په کار دی.
نور باید له مصلحت، نرمښت او مضر احتیاط نه کار وانخلو د پښتو د پرمختګ اوښېرازۍ لپاره باید کوټلي ښکاره ګامونه پورته کړو.
زمونږ د هېواد په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې زیات شمېر پښتانه په مختلفو بستونو کې دندې لري او د پښتون قام په نامه ونډه ورکړل شوې ده.
په دوی کې یې خو ځینې په پښتو او پښتانه باندې بېخي جمپ نه نیسي.
یو شمېر پښتانه چارواکي مو ‌د پښتون ولس د تېر ایستلو او سترګو کې خاورو شیندلو لپاره د خپلې وینا په سر، منځ او پای کې يو څو ټکي پښتو ووایي او نور د برق غوندې پرې تېر شي او داسې پاړسي به درته پیل کړي، ته به وایې چې له مور او پلار نه پاړسیوان دی.
زموږ هغه پښتوپال مشران او چارواکي چې کله د پښتو او پښتنو د حقه حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت کړي، په هغو باندې بیا همدغه پردي پال پښتانه چې د پښتو په ویلو او لیکلو باندې شرمېږي، د نشنلیست، افراطي او متعصب مهرونه لګوي.
عزتمنو او مېړنیو پښتونو! راځئ چې خپل ولس او ژبني فرهنګ ته کار وکړو، د ژبې ارزښت، ویاړ او خپلواکي د پیسو او مقام په مقابل کې په نورو باندې ونه پلورو.
عزتمنو پښتنو!
پښتو به هغه وخت پښتو شي چې پښتو مو د ارګ، پوهنې او پوهنتون ژبه شي.
پښتو مو د سولې، یووالي او پرمختګ ژبه شي.
په پښتني مینه

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.