لیکواله: حامده مقتصد
په نړۍ کې تر اوه زره زیاتې ژبې موجودې دي چې د یونکسو د راپورونو په اساس تر نیمایي زیاتې یې له ورکې سره مخ دي. څو کاله مخکې د یونسکو په یو راپور کې پښتو هم د ورکې له ګواښ سره مخ ژبو په کتار کې راغلې وه، خو د پښتو ژبې د ژوندۍ ساتلو او دې ژبې ته د خدمت هڅې له ډېرې پخوا روانې او ورځ تر بلې ګړندۍ کېږي.
د پښتو ژبې د ودې او بډاینې لپاره له پېړیو راهیسې کار کېږي. تاریخي قدامت، پراخ ولسي ادب، معیاري ګرامر، معیاري قاموسونه، نسبتاً ټول منلی لیکدود، په پراخه کچه د لیکوالو او شاعرانو لرل او نور ګڼ دلایل دي چې پښتو د ژوندیو او ژوندۍ پاتې کېدونکو ژبو په لړ کې راولي.
د ځینو یادونه یې دلته کوو.
تاریخي قدامت
پښتو د اریانا له لرغونو ژبو څخه یوه ژوندۍ ژبه ده چې د خپلو ګاونډیو ژبو په څېر یې له پېړیو راهیسې پراخه وده کړې، د نورو ژبو په پرتله یې ډېری پخواني لغتونه په خپله سینه کې ساتلي او له هغې تر اوسه یې د ویونکو شمېر تر پنځوس میلیونه زیات شوی دی. د یوې ژبې په ژوندي پاتې کېدو کې تاریخي قدامت مهم رول لري.
بېلابېلې لهجې
د بېلابېلو سیمو پښتانه بېلې بېلې لهجې لري. ډېرې لهجې د یوې ژبې د لغوي زېرمې په بډاینه کې رغنده رول لري. د بېلابېلو لهجو څخه یوه معیاري ژبه را منځته کېږي چې خوشبختانه پښتو د ډېرو خوږو لهجو لرونکې یوه معیاري ژبه ده. تقریباً د یو ټولمنلي معیاري لیکدود په لرلو سره د پښتو د خپلو او باندینو ویونکو لپاره د ژر فهم او درک وړ ده. که څه هم د معیاري لیکدود لرلو ستونزه لا پوره نه ده حل، خو اوس ډېری پښتانه لیکوال یو لیکدود کاروي.
معیاري ګرامر
د یوې ژبې د ساختمان د څېړلو او په هغه د پوهېدلو لپاره یو داسې ګرامر ته اړتیا وي چې د د ژبې د جوړښت نظام په ښه توګه تشرېح کړی شي. د پښتو ژبې د ګرامرونو په برخه کې تر اوسه پراخ کار شوی دی چې د ریاض المحبت او معرفت الافغاني نه نیولي د پوهاند مجاور احمد زیار تر پښتو پښویه پورې تر سلو زیات په معیار برابر ګرامرونه لیکل شوي دي. نه یوازې دا بلکې د نورو ژبو ویونکي چې غواړي پښتو زده کړي د هغوی لپاره هم بېلابېل اسانه ګرامرونه لیکل شوي دي.
معیاري قاموس
د وخت په تېرېدو سره د یوې ژبې لهجې، ګرامرونه او لغتونه بدلون کوي. په ژبه کې نوي لغتونه را ټوکېږي او له نورو ژبو ګڼ لغتونه په پور اخلي چې د وخت په تېرېدو یې خپل لغتونه ګڼل کېږي. د تعریف شویو لغتونو زېرمې ته قاموس وایي. پښتو ژبه ګڼ قاموسونه لري چې خوشبختانه په دا وروستیو کې یې ډېری انلاین په لیکه شوي دي او هر څوک د نړۍ په هر ګوټ کې لاسرسی ورته لري.
په هیواد او له هیواده بهر پوهنتونو کې د پښتو ادبیاتو پوهنځي
د یوې ژبې د پېژندلو، غني کولو او ژوندۍ ساتلو لپاره د هغې ژبې د ادبیاتو لوستل اړین دي. د پښتو ژبې د ادبیاتو پوهنځي په هېواد او له هیواده بهر په څو پوهتنونو کې شتون لري چې دا مهال په کې په زرګونو ځوانان په لوړو زده کړو بوخت دي او د ژبې پر بیلابیلو اړخونو څیړنې او معلومات ټولوي. دا د پښتو ژبي په ژوندي پاتې کېدلو دلالت کوي.
د پښتو ژبې ادبیات د هیواد په بېلابېلو پوهنتونو کې د لسانس او د ماسټري او دوکتورا په کچه په کابل پوهنتون، پېښور پوهنتون او نورو پوهنتونو کې تدریسيږي، چې تر اوسه یې په سلګونو د پښتو ژبې متخصصان ټولنې ته وړاندې کړي.
د ژباړې د صنعت چټک پرمختګ
ژباړه د یوې ژبې په بډاینه کې تر ټولو مهم رول لري. په نړۍ کې علم، فلسفه او هنرونه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي. د هرې ژبې ویونکي نه شي کولای ټول علوم د ځان لپاره په خپله ولیکي، د دې لپاره ژباړې ته اړتیا ده. پښتو ته د ژباړي صنعت په دا وروستیو کلونو کې ډېر په چټکۍ روان دی. تر اوسه په سلګونو بېلابېل علمي، هنري، ټولنیز او فلسفي کتابونه را ژباړل شوي او لا هم ژباړل کېږي.
د پښتو ژبې د نړیوالتوب هڅې
په نړۍ کې ټکنالوژي ورځ تر بلې د حیرانونکي پرمختګ په حال کې ده. تجارتي، سیاسي، کلتوري او اقتصادي او نورې اړیکې ټولې د الکترونیکي کېدو په لور روانې دي. د دې ټولو اړیکو د تینګښت او لا اسانتیا په موخه پښتانه په دې هڅه کې دي چې پښتو ژبه د کمپیوټر او انترنیټ ژبه کړي. تر ېره حده کار ورته شوی دی چې په سمسونګ، اپل او نورو ټلیفونونو او ګوګل ژباړې ماشین کې یې داخلېدل ښې بېلګې دي. د پښتو ژبې سلګونه بېلابېل کتابونه، قاموسونه، ګرامرونه او بېلابېلې لیکېني په بېلابېلو پښتو او نورو ویب پاڼو کې خپرې شوي چې د ژبې د زده کړې او علم حاصلولو لپاره یې خورا اسانتیا را منځته کړې.
لیکولان او شاعران
د یوې ژبې د ویونکو د احساساتو او مفکورو د څرګندولو تر ټولو ښه وسیله لیکوالي او شاعري دي. ژبې ته د خدمت کولو تر ټولو لومړی ګام د لیکلو دی. په پښتو ژبې له سلګونو کلونو را هیسې په سلګونو لیکوالو او شاعرانو لیکل کړي. پر پښتو ژبه یې تحقیق کړی او ژبه یې په پښو درولې. په دا وروستیو کې نه یوازې د ادب بلکې د هر مسلک لیکوالو د خپل مسلک اړوند بېلابېل کتابونه لیکلي او پښتو کړي دي.
لنډه دا چې د پښتوژبې د ژوندۍ پاتې کېدو او د ژبې د لا بډاینې، پرمختګ او نړیوال کیدو کېدو دا او دې ته ورته په لسګونو نور دلایل شته چې ټول په یوه مقاله کې راټولول په کوزه کې د سمندر ځایول دي.