له کرښې به پښه نه اړوې! منظور پښتون ته د پاکستان د پوځ خبرداری

سپینه تجريدي ډیزاین

د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ به دې هیواد کې د پښتون ژغورنې د سوله ایز غورځنګ مشرانو ته خبرداری ورکړ چې له کرښې دې پښه نه اړوي کنه دوی به یې پر ضد له ځواک څخه کار واخلي.
د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان ملامتوي چې د پښتنو په سیمو کې له خلکو سره زور زیاتی کوي او په زرګونو پښتانه یې تري تم کړې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د پنجشنبې په ورځ ویلي” د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ له نژدې څاري.“
نوموړې په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل” د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وخت ورکړی چې د پښتنو په توګه په ځانګړې توګه د شمال لویدیځ د پښتنو په توګه چې د وسلوالو پر ضد جګړو کې زیانمن شوې اعتراضونه وکړي. “
خو نوموړې زیاته کړې چې دې غورځنګ ته یې د صبر کاسه په ډکیدو ده.
د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړې” موږ د دوی درد او ستونزې درک کوو، خو دوی باید له کرښې پښه وانه ړوې کنه دولت به یې پر ضد د وضیعت د کنټرول لپاره له ځواک څخه کار واخلي. “
ښاغلي غفور نه دي ویلي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ لپاره به څه له کرښې د پښې اړولو په معنی وي.؟

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په تیر یو کال کې په پاکستان کې د پښتنو د خوندیتوب غږ پورته کړی او د پاکستان له پوځ غواړي چې د پښتو سیمې دې د ترهګرو د روزنځایونو په توګه نه کاوري. پښتانه دې په خپلو سیمو کې په چیک پوسټونو نه زوروي او د پاکستاني پوځ له خوا تري تم شوي زرګونه پښتانه دې خوشې شي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین چې په وروستي یو نیم کال کې په پښتنو سیمو کې په لسګونو زرو پښتانه ملاتړې پیدا کړې، ځای ځای غونډې کوې او د پاکستان له پوځې چارواکو او ادارې غواړي چې د پښتنو په وړاندې دې سیستماتیک زور زیاتی پای ته ورسوي او د دوی سیمې دې د وسلوالو د ځالو په توګه نه کاروي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور زیاته کړې چې ددې ډلې له خوا په ځینو راپورته شویو مسلو لکه په قبایلي سیمو کې د ماینونو د پاکولو، د تالاشیو پر پوسټو د خلکو د ځورولو په مخنیوي او د ورکو کسانو د موندلو په مسایلو کې پرمختګ شوې.
اصف غفور زیاته کړې چې د 7000 ورکو شویو کسانو څخه د 4000 پته لګول شوې ده.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، په هیڅ مسله کې پرمختګ نه دی شوی او د کوزې پښتونخوا د پښتنو ستونزې لا هم په ځای پرتې دي.
دا په داسې حال کې ده چې، دا مهال د پاکستاني ادارو له خوا په ګڼو ښارونو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ملاتړو نیول او بندي کول روان دي چې په وړاندې یې دا غورځنګ پرلپسې د کوزې پښتونخوا په بېلابیلو ښارونو کې اعتراضي لاریونونه کوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.