خبریال: فضل الله فضلي
د افغانستان له کرکټ بورډ څخه ځینو سرچینو یاران میډیا ته تایید کړل، چي د بورډ د غوراوي کمېټې د مشر پښه ډاکټرانو په عملیاتو کي ور پرې کړې ده.
سرچينې زیاته کړه، چي انډي مولز د شوګر (شکري) ناروغي لرل او تر سخت تکلیف وروسته ورته ډاکټرانو د پښې پرې کېدو سپارښتنه کړې وه.
اوس مهال انډي مولز چپه پښه نه لري او پر ځای یې مصنوعي اوسپیزه پښه نصب کړې ده.
انډي مولز د ۲۰۱۹م پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام وروسته د کرکټ بورډ لخوا د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.
نوموړي له دې وړاندي د بنګلهدېش لپاره د افغان لوبډلي سرپرست مشر روزونکی، د ملي لوبډلي، ایمرجینګ، الف او ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو لپاره د مشر روزونکي په حیث هم دندي ترسره کړي دي.
بلخوا تېره ورځ د بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانګزي په راتلونکې اونۍ کي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي د تمریناتي کمپ د پیلېدو خبر ورکړ.