ولسمشر غني: د امرالله صالح ترڅارنې لاندې به، اورښت ځپلو ته مرستې ورسول شي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر د پران ولایت مشرانو او متنفذینو سره د وروستیو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د ور اوښتو زیانونو او غمشریکۍ په اړه وغږید.
ارګ وايي، ولسمشر غني دې ویډیو کنفرانس خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ټولو زیانمنو ته به مرستې ورسیږي.
د پروان والي ډګر جنرال فضل الدین عیار او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني د دغه طبیعي افت د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه تخمیني معلومات وړاندې کړل.
دوی وویل، لومړنۍ شمېرې ښيې چې د دغو سېلابونو له امله ۸۵ تنه شهیدان او ۱۲۰ تنه ټپیان شوي او کابو۵۰۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي. همدارنګه زیاتې کرنيزې ځمکې تخریب او د چاریکارو کانال ته زیان اوښتی دی.

د پروان والي او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر وویل چې، زیانمنو شویو ته د غوره رسیدګۍ په موخه پنځه زره کورنیو لپاره کومکي بستو، درې زره خېمو، د څښلو پاکو اوبو، خوراکي توکو، نغدي مرستې او درملو ته اړتیا لرو.
ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا زیانمنو شویو او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګند کړل وې ویل، دولت د شهیدانو کورنیو، ټپیانو او اړمنو خلکو ته هراړخیزه رسیدګي کوي.
هغه زیاته کړه:

«په دغه ډول پېښو کې د ملت د همدردۍ او چلند ډول برجسته کېږي. له خلکو سره همدردي حد او حدود نه لري او زیانمنو شویو سره د مرستې په برخه کې د دولتي ارګانونو، خصوصي سکتور، مشرانو او رضاکارانو همغږی رول، د دولت قوت او مدیریت په ډاګه کوي.»

ښاغلي غني همدا راز په پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو په خاطر هم غمشریکي وکړه.
نوموړي وویل؛ مالیې وزارت به د بودجې د تخصیص او د ارګ علمیاتي واحد به د چاریکارو کانال د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي او ټولې اړوند ادارې به د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تر څار لاندې بېړنۍ مرستې زیانمنو شویو ته ورسوي.

هغه پروان ولایت مشرانو ته وویل:

«ډاډه واوسئ چې زیانمن شویو کورنیو ته به د اړتیا وړ مرستې رسېږي. هغه د ټولو افغانانو له پیوستون څخه چې د دغه طبیعي افت په جریان کې یې ځانونه پرواني وبلل، د خدمت اراده یې لرله او له زیانمن شویو سره یې مرستې ته راودانګل، مننه وکړه.»

ښاغلي غني د خپلو خبرو په پای کې اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې په پروان ولایت کې د سېلاب له امله رامنځته شوي زیانونه وارزوي، ترڅو منفي اغېزې یې په درست ډول مدیریت شي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.