په عمومي ډول که ووایو د نیمایي څخه ډېر خلک پر ځان لږ باور لري. پر ځان د لږ باور ستونزې د یو کس د ژوند ټولو اړخونو کې منعکس کیږي. په عملي توګه ټول ارواپوهان د دې موضوع سره ډېر کار کوي؛کوم کسان چې په ځان باور نه لري یا یې باور ټیټ وي> هغه تل ځان له نورو کم احساسوي، اړیکې سمې مخته نشي وړلای، په سم ډول خپلې موخې ته نشي رسېدای، ځکه تل د هر شي وېره ورسره وي، چې زه به بریالی شم که نه، زه به دا کار وشم کولای که نه، تل په همدې فکرو کې وي همداسې نوري نښې هم لري د لاندې په ډول.
ـ که موږ له ځان سره مینه ونه کړو، ارزښت ور نه کړو نو نور هم موږ سره مینه نه کوي، نو له همدې کبله زموږ باور له منځه ځي او یا هم باور مو ټیټېږي.
ـ ځان ډېر بوخت ښکاره کوي، په اسانه او په ارامه خپل کار نشي ترسره کولی؛ کله چې کوم کار کوي دې فکر کې وي چې دا کار سم دی که نه.
ـ د کمال ګرایۍ عادت لري، کله چې د یو چا سره خبرې کوي په سم ډول خبرې نشي کولای، ژبه یې بنده بنده کېږي او د تاثیر لاندې ځي؛ په اصل په مطلب څوک نشي پوه کولای.
ـ حتمي ندی چې د نورو انسانانو هره خبر پر ځان ومنو، نه ویل باید زده کړو، خو کوم کسان چې پر ځان باور نه لري یا کم باور لري هغه د نه ویلو ځواک نه لري او نه چاته ځواب ورکولای شي.
ـ خپل ظاهر ته ډېر رسېږي، تل په دې فکر وي چې څه وکړي ترڅو ښه ښکاره شي، او د نورو وګړو د پام وړ وګرځي.
ـ بدلون نشي منلی او له بدلون څخه ډارېږي تل غواړي په یو ډول واوسي.
ـ ګوښهګیره دي. تل خوند ورکوي چې یوازې واوسي، له ټولنې څخه لريوالی غوره کوي، نه غواړي چا سره اړیکه ولري او یا چا سره خبرې وکړي، اړیکې یې ډېري کمي وي.
په ځان ټیټ باور د ځیني لاملونه له کبله رامنځ ته کیږي لکه؛
د ماشومتوب ټپونه؛
کومه پېښه چې ماشومتوب کې راڅرګندیږي؛
یا هم د کوم ناخوښ چلند سره مخ کیږو چې هغه خاطرې تر لوی والي موږ سره پاته کیږي؛