د ډوني ځای ناستي، ډوني ته ماته ورکړه

سپینه تجريدي ډیزاین

د آی پي اېل دویمه لوبه د ډیلي کپېټلز او چینای سوپرکېنګز ترمنځ ترسره شوه.

ډیلي د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه.

چینای لوبډلې په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د سورېش رېنا د ۵۴ منډو، د معین علي د ۳۶ منډو او د سېم کرن د ۳۴ منډو په مرسته ۱۸۸ منډې وکړې.

کرېس ووکس او اوېش خان دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د ډیلي لوبډلې لپاره پیلیزو توپوهونکو شېکردوان او پرېتوي شاو ۱۳۹ منډې ملګرتیا وکړه، چې دواړو چټکې نیمه سلیزې ووهلې.

پرېتوي شاو په ۳۸ توپونو د درې شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته ۷۲ منډې او شېکردوان په ۵۴ توپونو د دوه شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۸۵ منډې وکړې.

ډیلي لوبډلې هدف په نولسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او چینای لوبډلې ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.

شېکردوان په آی پي اېل کې د خپلو څلوریزو شمېر تر شپږ سوو ورساوه او مسکوېل بیا ټولې سل شپږیزې وهلي دي.

د ۲۰۲۱ کال آی پي اېل لومړۍ نیمه سلیزه سورېش رېنا ووهله، هغه په ۳۶ توپونو د ۴ شپږیزو او درې څلوریزو پرمټ ۵۴ منډې ترسره کړې.

رېشاب پنټ په ملي لوبډله کې اوس د ډوني ځای ډک کړی دی او پنټ په خپله لومړۍ لوبډلمشرۍ کې ډوني ته ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه شېکردوان ترلاسه کړه.

د پرېتوي شاو څرګندونې

زه د خوښۍ احساس کوم او ما په لومړۍ لوبه کې لوبډلې ته ښه پیل وکړ.

وېکټ د توپوهنې لپاره جوړه وه او په دویمه پاڼۍ کې مونږ هم ښه کارګرده ګي وکړه.

زما کېچونه وغورځېدل او له دې څخه مې ګټه پورته کړه.

د ډوني خبرې

لوی علت د شبنم پرېوتل وو، مونږ هڅه کوله چې زیاتې منډې ترلاسه کړو او ښه ټارګېټ وړاندې کړو.

بیا هم زمونږ توپوهونکو ښه توپوهنه وکړه، ځکه تر ۵۰ دقیقو پورې د شبنم اغېز و، خو بیا هم مونږ ځان تر ۱۸۸ منډو ورساوه.

د چینای پر وړاندې د هدفونو پوره کېدل

۲۰۱۴ کې د پنجاب لوبډلې د چینای ۲۰۶ منډې هدف چیس کړی و، دا لوبه په دوبۍ کې ترسره شوې وه.

۲۰۱۲ کې د چینای ۱۹۱ منډې هدف د کلکتې لخوا په چینای لوبغالي کې پوره شوی و.

۲۰۲۱ کې ممبيي کې د چینای لوبډلې ۱۸۹ منډې هدف د ډیلي لخوا بشپړ شو.

۲۰۱۱ کې د پنجاب لوبډلې د چینای ۱۸۹ منډې هدف په موهالي لوبغالي کې پوره کړی و او ۲۰۰۹ کې په افریقا کې د چینای ۱۸۹ هدف د کلکتې لخوا پوره شوی و.