پالک؛ ګڼې روغتیايي ګټې لري

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پالک ګټي:

پالک یو داسې خوراک دی، چې د نړیوالو هېوادونو ترڅنګ زموږ په ګران هېواد کې هم ډېر خلک ورسره مینه لري او ګټه ترې اخلي.

نویو څېړنو ښودلې ده، چې کوم خواړه او سابه چې شین رنګ ولري نو د اعصابو په ارامه کولو کې ډېر رول لري، ارواپوهانو د ټولو رنګونو منځ کې شین رنګ د ارامتیا رنګ بللی او دوی په دې باور دي کله چې دې رنګ ته وګورو نو موږ د ارامښت احساس کوو، همدارنګه د سبزیو خوړل زموږ د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري.

شین رنګ کولای شي موږ ته د خوشحالۍ احساس راکړي، او هېڅکله باید د هغه نه ګټه اخیستنه هېره نه کړو؛ ځکه د نورو ګټو ترمنځ زموږ ځواک ډېروي.

د پالکو ګټې؛

پالک د ځیګر هر ډول ناروغۍ ته ګټه رسوي؛

تنده ماتوي؛

التهاب لمنځه وړي؛

د ستونې درد او ذکام ته ګټه لري؛

د پالک پاڼې که وکوټل شي او د غالبوزې پر چیچل شوي ځای کېښودل شي درد اراموي؛

قبضيت لرې کوي؛

هغوی چې کم پلې تګ کوي، پالک ورته ډېره ګټه لري؛

جسم نه غټوي؛

د خوړو په هضمولو کې مرسته کوي؛

د سترګو لید ځواکمنوي/ زیاتوي؛

د وینې فشار کموي؛

پوستکی روښانه کوي؛

هډوکي پیاوړي کوي؛

د ناروغیو په دفاع کې مرسته کوي؛

او ماغزه پیاوړي کوي.

په پالک کې ویټامینونه، قندونه، پروتین او شحم شتون لري.

نه یوازې پاخه پالک بلکې خام / اومه پالک هم روغتیا لپاره ګټه لري. کله چې موږ پالک پخوو باید ډېر یې ونه ایشوو؛ ځکه ټول شته مواد یې له منځه ځي بیا نو یوازې یوه شنه ګیاه وي بس.

پالک نورو خوراکونو ته هم رنګ ورکوي دغه راز هنر کې د رنګونو د تولید لپاره کار ترې اخیستل کېږي.

خو کوم کسان چې د بډوډو  ډبرې تولیدوي، ډېر نه توصیه کیږي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.