یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
پکتيا پوهنتون د دغه ولايت په پلازمېنه گردېز ښار کې موقعیت لري. د دغه پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د وخت د ولسمشر په منظورۍ کېښودل شوه. په لومړیو څو کلونو کې یې یوازې د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځي درلودل. په ۱۳۸۹ کال کې، کله چې د پېښور اریانا پوهنتون د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکم په پکتیا پوهنتون کې مدغم شو، د کلیدي پوهنځیو شتون او د محصلانو زیاتېدو د پوهنتون بڼه بدله کړه. په ۱۳۹۰ کال کې په پېښور کې د اريانا خصوصي پوهنتون له خپلو دريو پوهنځيو (معالجوي طب، انجنیري، حقوق اوسياسي علومو) سره په پکتيا پوهنتون کې مدغم شو. په پکتيا پوهنتون کې عمومي او مسلکي کتابتون، د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز، د استادانو لپاره د مسلکي ودې مرکز، برېښنایي کتابتون، درسي ټولګي او د هر پوهنځي لپاره تدريسي تعميرونه شتون لري.
د پکتیا پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور سیدولي جلالزی وایي، په دغه پوهنتون کې د اریانا پوهنتون له مدغم کېدو وروسته دوه نور (اقتصاد، ژبو او ادبیاتو) پوهنځي هم ور زیات شول.
دوکتور سیدولي جلالزی وایي، پکتیا پوهنتون اوسمهال اووه پوهنځي لري چې له طب، انجنیري، حقوق او سیاسي علومو، اقتصاد، ژبو او ادبیاتو، ښوونې او روزنې او کرنې څخه عبارت دي. د جلالزي په خبره، په پکتیا پوهنتون کې اوسمهال د ۶۷۸۰ په شاوخوا کې محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې ۱۵۰ تنه یې ښځینه محصلینې دي.
په پکتیا پوهنتون کې اوسمهال ۱۸۰ استادن په بېلابېلو پوهنځیو کې په تدریس بوخت دي، چې له دې ډلې دوې یې ښځینه او پاتې نور ټول نارینه دي. د جلالزي په خبره د پوهنتون اداري کارونه بیا د لږ تر لږه ۲۰۰ کارکوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي. دی وایي، دغه پوهنتون ۱۰۸ جرېبه ځمکه لري. نوموړی وایي اوسمهال د حقوقو پوهنځي لپاره ځانګړې ودانۍ نه لري، خو په راتلونکي کال کې یې د جوړولو پلان لري.
د پکتیا پوهنتون رییس وایي، له زده کړو سره د پکتیاوالو مینه او د افغان حکومت مرسته د دې لامل شوې چې پکتیا ولایت اوسمهال یو معیاري پوهنتون لري. دی وایي، افغان حکومت چې کومې پیسې له نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره پکتیا ولایت ته ورکړې دي، ډېرې یې ځکه د پوهنتون په رغونه لګېدلې دي، چې له یوې خوا په دغه ولایت کې د نشه یي توکو له کښت سره خلک علاقه نه لري او له بلې خوا یې په دغه ولایت کې د پوهنتون جوړول یو لوی ارمان و. د پوهنتون رییس وایي، ډېری پکتیا والو سوداګرو د پکتیا پوهنتون له ادارې سره ان نغدي مرستې هم کړې دي چې ښه بېلګه یې د دغه پوهنتون لپاره د دوو موټرو اخیستل دي.
پکتیا پوهنتون اوسمهال یوازې د ښځینه محصلینو لپاره د لیلیې اسانتيا لري. دغه راز د ۴۰۰۰ په شاوخوا کې هغو محصلینو ته بدل اعاشه ورکول کېږي چې په شرایطو برابر وي.
د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی په ۱۳۹۰ کال کې کله چې د اریانا پوهنتون د حامد کرزي د یوه ځانګړي فرمان له مخې د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې مدغم شو، په دغه پوهنتون کې په فعالیت پیل وکړ.
د طب پوهنځي هم په کال ۱۳۹۰ کې د پکتيا پوهنتون په چوکاټ کې د پېښور د اريانا پوهنتون د مدغمېدو سره سم د ۱۱۳۶ محصلينو او ۷ تنو استادانو په درلودلو سره په کار پيل کړی. طب پوهنځي د فعاليت د پيل څخه تر اوسه درې دورې فارغين ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړې دي.
د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځی یو با اعتباره پوهنځی دی چې کابو ۵۰۰ محصلین پکې په زده کړو بوخت دي. اوسمهال نوموړی پوهنځی یوازې د سېول انجنيرۍ څانګه لري چې په راتلونکي کې به د برق، میخانیک او نورې برخې هم پکې فعالې شي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځی د۱۳۹۰ او ۱۳۹۲ کلونو ترمنځ د پکتيا پوهنتون په وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ تاسيس شوی دی. دغه پوهنځي د تاسيس په لومړي کال کې درې ( پښتو، دري، انګرېزي ) څانګې لرلې او په دغو څانګو کې اوسمهال د نجونو په ګډون ګڼ شمېر محصلين په زده کړو بوخت دي.
د اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۳ کال کې د پکتیا پوهنتون په اډانه کې تاسيس شو چې دا مهال درې (ملي اقتصاد، منجمنټ او پلان جوړونه مالي او بانکي) څانګې لري.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د پکتیا پوهنتون له تاسیس سره سم په کار پیل پیل وکړ چې اوسمهال د پښتو ژبې او ادبیاتو، تاريخ او جغرافيې، کيميا او بيولوژي او د رياضي او فزيک څانګې لري.
پکتیا پوهنتون تر اوسه هغه معیارونه نه دي پوره کړي چې د ماسټرۍ پروګرام دې پکې پیل شي، خو د استادانو لپاره یې بیا د لوړو زده کړو وزارت له خوا هر کال سهم ورکول کېږي او بېلابېلو هېوادونو ته د ماسټرۍ لپاره استول کېږي. دوکتور سیدولي جلالزی وایي، همدا اوس د دغه پوهنتون د ۴۰ په شاوخوا کې استادان په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ په کچو پر زده کړو بوخت دي چې له فارغېدو وروسته به بېرته هېواد ته راګرځي او د هېواد بچیانو ته به په اړوندو برخو کې زده کړې ورکوي.
د پکتیا پوهنتون د رییس په خبره، دغه پوهنتون معیاري کتابتون لري چې تر ډېره یې د محصلینو ستونزې هوارې کړې دي. د جلالزي په خبره په کتابتون کې یې د هر پوهنځي اړوند کتابونه شته چې محصلین وخت پر وخت ورځي، مطالعه او څېړنه پکې کوي. له دې سره په څنګ کې پکتیا پوهنتون یو الکټرونیکي (برېښنایي) کتابتون هم لري چې د جلالزي په خبره له اړتیا سره سم يې نوي او اپډېټ معلومات پکې ځای پر ځای کړي دي.
د پکتیا پوهنتون رییس وایي، هڅه یې دا ده چې په نږدې راتلونکي کې د دغه پوهنتون لپاره د ای ټي داسې مرکز جوړ کړي، چې وکولی شي د لیلیې په ګډون ټول پوهنځي تر انټرنېټي پوښښ لاندې راولي. همدا راز به یې هڅه دا وي چې د پوهنتون په ټوله اړونده ساحه کې د محصلینو لپاره د وایرلېس انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړي، تر څو محصلین وکولی شي د زده کړو په برخه کې هغه ستونزې چې د انټرنېټ پر مټ هوارېدای شي؛ هوارې کړي او په اړوندو برخو کې له نویو معلوماتو ګټه واخلي.
د پکتیا پوهنتون رییس وایي، د نویو محصلینو جذب هر کال امکاناتو ته په کتو توپیر کوي. دی وایي، په لومړي سر کې یې په ډېره کمه کچه محصلین جذبول، خو اوس هر کال په بېلا بېلو پوهنځیو کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې محصلین جذبوي. د یادونې وړ ده چې پکتیا پوهنتون د شپې پوهنځي هم لري چې په دغو پوهنځیو کې هغه محصلین زده کړې کوي، چې په رسمي وخت کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې په کار بوخت دي.
پکتیا پوهنتون هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر ګڼې ستونزې او اړتیاوې لري. د دغه پوهنتون مشر وایي، د پوهنتون ځمکه کافي نه ده، درسي ټولګي یې کوچني او کم دي، لابراتوارونه نه لري، ورزشي لوبغالی او جمنازیوم نه لري، د هلکانو او په لویه کچه د نجونو لپاره د لیلیې امکانات نشته او دغه راز د برېښنا په برخه کې هم له جدي ستونزې سره مخ دي. ښاغلی جلالزی له افغان حکومت او په تېره بیا له لوړو زده کړو وزرات څخه غواړي چې په اړوندو برخو کې ورسره مرسته وکړي. دی وایي که امکان وي، د نورو برخو له بودجې دې یو څه وسپموي او د نویو تاسیس شویو پوهنتونونو د لا پرمختګ لپاره دې ولګول شي.
د پکتیا پوهنتون سره اوس عام وګړي هم مالي مرستې کوي. د تېرې ځوانانو ټولنه د یوه ولسي خوځښت په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون لپاره له ولسونو مالي مرستې راټولوي او د پوهنتون هغه ځایونه پرې رغوي چې زیانمن شوې وي. د ځوانانو په پارلمان کې د پکتیا استازي او د تېرې ځوانانو ټولنې غړی شفیق الله سحر وایي چې په دې مرستو سره د پوهنتون ټولې زیانمنې برخې بیا ځلې ترمیموي.
سحر وايي، چې د ولسونو لېوالتیا د دغو مرستو په ورکړه کې بې کچې زیاته ده. د ده په خبره چې غریب او مالداره دواړه تر خپلې وسې پورې مرسته کوي.
پکتیا کې د تېرې ځوانانو ټولنې مشر احمدالله احمدي وايي، چې پخوا به له تعلیمي مرکزونو سره خلکو د مرستې دومره لېوالتیا نه ښوده، خو د خلکو له اوسني چلند معلوميږي چې خلک تعلیمي مرکزونو ته زیات اهمیت ورکوي .
د پکتیا پوهنتون محصل زرولي د دغو مرستو له راټولولو خوښ دی او د تېرې ځوانانو ټولنې دغه اقدام ستایي. دی وایي له نورو ملي تجارانو او پانګوالو څخه غواړو چې له پکتیا پوهنتون سره ترخپلې وسې مرستې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې پکتیا کې مدني ټولنې د دغه ولایت له پوهنتون سره په مالي برخو کې همکاري کوي، بلکې له دې وړاندې هم یو شمېر مدني ټولنو د ونو اېښودلو، پلي ګرځېدو ځایونو او نورو برخو په جوړولو کې زیاتې مرستې کړې دي.