د افریقا او پاکستان کرکټ لوبډلو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي، چې یوه یې پاکستان او بله یې افریقا ګټلې ده، دواړه لوبډلې نن دولس نیمې بجې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په افریقا کې ترسره کوي او دا لوبه چې هره لوبډله وګټي، سیریز یې په بریا تمامېږي.
د تېرې جمعې په ورځ لوبه کې د افریقا لپاره کوېنټن ډیکاک، ټېمبا بووما، رسي ونډر ډوسین او ډېوېډ مېلر ښه توپ وهنه کړې وه او ټارګېټ یې تر ۳۴۲ پورته کړی و.
خو د پاکستان لپاره یواځې فخرزمان ۱۹۳ منډې وکړې او لوبه سویلي افریقا په ۱۷ منډو ګټلې وه.
د افریقا لپاره سخته لوبه
د افریقا کرکټ لوبډلې ټاپ او غوره لوبغاړي آی پي اېل ته تللي دي.
په دې لوبغاړو کې کوېنټن ډیکاک، کګېسو رباډا، ډېوېډمېلر، لونګي اېنګېډي او انرېک نورټیا هغه لوبغاړي دي، چې د افریقا په لوبډله کې خورا مطرح دي او دا ټول لوبغاړي اوس په هندوستان کې دي او غواړي چې دوه ورځې وروسته د آی پي اېل په پرانیسته او لوبو کې برخوال شي.
نو د دغو لوبغاړو په نشتون کې افریقا ته سخته ده، چې لوبه وګټي، ځکه د افریقا اوسنۍ لوبډله ډېره پورې نوې ده او تجربه یې کمه ده.
د افریقا لوبډله
ټېمبا بووما لوبډلمشر، اېدن مرکرم، جانېمن ملن، رسي وان ډر ډوسېن، هینرېک کلاسېن، کایل وېرېن، اندایلی پیلوک وایو، کېشاف مهاراج، ډېرین ډوپاوېلین، لوتو سېپاملا او لیزاډ ویلیمس.
د پاکستان لوبډله
امام الحق، فخرزمان، بابراعظم، محمد رضوان، دانش عزیز، حیدرعلي، عثمان قدیر، فهیم اشرف، حسن علي، شاهین شاه افریدي او حارث روف.
د پاکستان په لوبډله کې لېګ بالر او د لوبډلې مرستیال شاداب خان نشته، نوموړی په دویمه لوبه کې د پښې ګوتې برخه کې ټپي شوی دی او درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې به له پاکستان سره نه وي مل.