خبريال: مدثر دعوت
پاکستان د زيمبابوې څخه شل اووريزو لوبو لړۍ هم وګټله.
د زيمبابوې کريکټ ملي لوبډله پاکستان ته د يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو د لړيو لپاره تللې وه خو بيرته خپل هيواد ته تش لاسونه ستنه سوه.
پاکستان د زيمبابوې څخه د يو ورځنيو لوبو لړۍ څخه دوې لوبې وګټلې او یوه لوبه زيمبابوې وګټله.
د يو ورځنيو لوبو تر سيريز وروسته پاکستان د شل اووريزو لوبو سېريز هم وګټی، زيمبابوې ونه توانېدله چې يوه شل اووريزه لوبه هم وګټي.
په دريمه شل اووريزه لوبه کې زيمبابوې د لوبې پچه وګټله او پاکستان ته يې په ۹ ويکټو ۱۳۰ منډې هدف ورکړ.
د چامو چيبابا ۳۱ او د ټريپانو ۲۸ تر ټولو ډېرې منډې وې.
د پاکستان لپاره توپ اچوونه کې عثمان قدير ۴، عماد وسيم ۲، همدارنګه حارث رؤف او محمد حسنين يوه يوه ويکټه واخيسته.
پاکستاني توپ اچوونکو ته د ۱۳۰ منډو هدف هيڅ سرخوږی نه وو.
عبدالله شفيق ۴۱، خشدل شاه ۳۶، حيدرعلي ۲۷ او فخر زمان ۲۱ منډې وکړې.
د زيمبابوې لپاره شومبا او مسکدزا يوه يوه ويکټه واخيسته.
پاکستان په ۸ ويکټو دريمه شل اووريزه لوبه وګټله.
د لوبې او سيريز د غوره لوبغاړې جائزې عثمان قدير وګټلې.
هېره دې نه وي چې د زيمبابوې د پخواني لوبډلمشر ايلټن چګمبورا لپاره همدا وروستۍ لوبه وه او نور يې د نړيوال کريکټ څخه تقاعد اعلان کړ.