
پاکستانۍ لوبډله چې د ۲۰۱۸ کال له لومړیو د زوال په حالت کې ده؛ اوس لا له کمره د لوېدو سره مخ ده.
دې لوبډلې د ۲۰۱۷ کال قهرمانۍ جام سیالیو له اتلولۍ څخه وروسته ښه ورځ نه ده لېدلې.
د ۲۰۱۹ م کال له لومړیو تر دې دمه یې ۱۲ ماتې خوړلي دي، په دې ماتو کې یوه لوبه ترې افریقا ګټلې، پنځه لوبې ترې اسټرالیا وګټلې، ۴ لوبې ترې سر په سر انګلستان خپلې کړې، یوه لوبه ترې افغانستان او اوس ترې تازه یوه لوبه ویسټ انډیز په خورا ستر توپیر وګټله.
د می په ۲۴ مه نېټه د جمعې په ورځ ورته افغانستان په درې وېکټو ماته ورکړه، له دې وروسته پاکیستانیانو خپله لوبډله خورا وغندله او سرفراز احمد یې د لوبډلمشرۍ لپاره وړ نه دی بللی.
پاکستانیانو ویلي سرفراز احمد باید له لوبډلمشرۍ ډراپ شي او پاکستاني لوبغاړي یې هم کمزوري بللي دي.
پاکستان تازه د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې د جمعې په ورځ د می په ۳۱ مه نېټه له ویسټ انډیز بده ماته وخوړه.
پاکستانۍ لوبډلې په ځان د پنځم ځل لپاره د کوچني هدف ریکارډ جوړ کړ، تر دې وړاندې دې لوبډلې څلور ځلې د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې کوچني هدفونه وړاندې کړي وو.
لومړی کوچنی هدف یې په ۱۹۹۲ م کال کې د انګلستان خلاف ایښی و؛ دې لوبډلې د ۱۹۹۲ م کال جام کې چې اسټرالیا هېواد کې ترسره شو، پاکستان په اډیلایډ ښارکې د انګلستان خلاف ۷۴ منډې هدف اېښی و.
په دې کال بیا پاکستان نړیوال جام هم ګټلی و، البته وروسته یې ښه کم بېک کړی و.
په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټ انډیز خلاف ۱۰۵ منډې هدف یې دوهم کوچنی هدف شو، دا ریکارډ په پاکستان د می په ۳۱ مه نېټه جوړ شو.
د ویسټ انډیز بالرانو ټول پاکستاني توپ وهونکي په ۲۱ اعشاریه ۴ اورونو کې وسوځول او ۱۰۶ منډې هدف یې ویسټ انډیز ته ورکړ.
په ۱۹۹۹ م کال نړیوال جام کې چې انګلستان کې ترسره شو، پاکستان د اسټرالیا خلاف په لارډز لوبغالي کې ۱۳۲ منډې هدف وړاندې کړی و.
دا د پاکستان دریم کوچنی ټارګېټ دی.
۲۰۰۷ م کال نړیوال جام کې، چې د افریقا لویې وچې په کینیا هېواد کې ترسره شو، پاکستان د ایرلېنډ خلاف ۱۳۲ منډې ټارکېټ ايښی و، دا څلورم کوچنی ټارګېټ دی.
او په ۲۰۰۳ م کال نړیوال جام کې پاکستان د انګلستان خلاف ۱۳۴ منډې هدف وړاندې کړی و او دا په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د پاکستان پنځم کوچنی هدف.
البته دا ترتیب د کال پر اساس نه دی شوی، دا ترتیب د کوچنیو هدفونو پر بنسټ جوړ شوی او کلونه وړاندې وروسته شول، علت یې همدا دی.
دا جام هم په افریقا کې ترسره شو او لوبه په کپټاون کې شوې وه.
پاکستان د خپل نړیوال جام په اوږدوکې پنځه ځلې داسې کم هدفونه وړاندې کړي دي او پر ځان یې د کوچنیو هدفونو ریکارډونه جوړ کړي دي.