اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د پاکستان د دولتي هوايي شرکت د کيرير د خرابېدو له امله د ۶ مياشتو لپاره اروپا ته د ياد شرکت پر الوتونو بنديز ولګېدی.
د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې(اياسا) د جولای د لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (PIA) څخه د “دريم هيواد د چلونې” اختيار بيرته واخيستی،چې دا بنديز به په انګلستان کې هم پلی کيږي.
دا پرېکړه وروسته تر هغې وسوه چې د “PIA Airbus A320” الوتکې د می په ۲۲مه د لاهور څخه تر کراچې پورې د سفر په پېښه کې ۹۷ مسافرين عمله مړه سوه،پداسې حال کې چې الوتکه د الوتنې په پيل کې هم زيانمنه ښکاريدله.
images 2020 07 01t0110253150433091715182171. اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی
د لومړنيو راپورونو له مخې د طيارې کفتان او لومړني افسر معياري طرزالعملونه په پام کې نه وه نيولي، همدارنګه خبردارياني او اخطارونه يې هم له پامه غورځولي وه.
اياسا وايي د خونديتوب د مديريت په سيستم کې پرلپسې سرغړونې ترسره سويدي.
images 2020 07 01t0116402909070092701156825. اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی
د جون مياشتې په پيل کې د پاکستان د دولتي نړيوال هوايي شرکت چارواکې د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې ته غوښتل سوي وه تر څو د خونديتوب د نيمګړتیاوو په اړه بحث وکړي.
د جون په ۲۴مه نېټه د پاکستان د هوايي چلند وزير پارلمان ته وویل چې د هيواد د ملکي چلند ادارې له لورې د ورکړل سويو ۸۶۰ د پيلوټۍ جوازونو څخه ۲۶۲ جعلي او تقلبي دې چې د دوی له ډلې څخه يې نيمايي کسانو په جعلي جوازونو پيلوټي کړې وه،پداسې حال کې چې دې هوايي شرکت ويلي چې ۳۶ پيلوټان يې نور دنده نسي ترسره کولای.

د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې د پاکستان هوايي شرکت ته په ليک کې ليکلي:” داسې قوي نښې شتون لري چې د پاکستان د پيلوټانو ډېر شمېر جوازونه غير قانوني دي او PIA د پلي کېدونکو معيارونو سره په موافقت ښودلو کې پاته راغلې”.
د پاکستان هوايي شرکت ددې ليک په ځواب کې ليکلي: ” PIA د دوی د اندېښنو د پوره کولو لپاره د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې سره په تماس کې ده او هيله لري چې تعليق به لغوه سي“.
pakistan plane crash 111884673945922726627 اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی
تر راتلونکو دوو مياشتو پورې ياد شرکت کولای سي چې داروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې پر پريکړې اپيل وکړي او د ځان ثابتولو لپاره دلایل او شواهد وړاندې کړي.
images 2020 07 01t0109545499733981379544627. اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی
په ۲۰۱۴ز او ۲۰۱۶ز کلونو کې هم د PIA مسافرينو ته د پيلوټانو او کارکوونکو د ناغېړيو او د مقرراتو د نه عملي کېدلو له امله مالي او ځاني زيانونه اوښتي وه.