پاکستان د شل اوریزو لوبو سلیزه ووهله

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: یاران سپورټ

د پاکستان کرکټ لوبډلې له ۲۰۰۷ کال راهیسې شل اوریزې لوبې پیل کړي، د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۱۴ مه نېټه یې د سل شل اوریزو لوبو ګټلو سلیزه ووهله.

دې لوبډلې وکولای شول، چې خپله سلمه لوبه د افریقا کرکټ لوبډلې پر وړاندې په لاهور ښار کې وګټي.

په درېیمه شل اوریزه لوبه

لومړی توپوهنه سویلي افریقا وکړه، دې لوبډلې ته یو ځل بیا کیڼ لاسي توپوهونکي ډېوېډ مېلر ۸۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، ۴۵ توپونه یې ولوبول او ۷ شپږیزې یې ووهلې.

افریقا، پاکستان ته ۱۶۵ منډې هدف ورکړ.

پاکستان یاد هدف د ۶ وېکټو په لوېدو سره د محمد رضوان د ۴۲ منډو او د بابراعظم د ۴۴ منډو په مرسته پوره کړ.

لوبلړۍ دوه د یو پر وړاندې پاکستان وګټله او د سویلي افریقا کرکټ لوبډله رخصت شوه.

له دې وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ هم پاکستان ګټلې وه.

Image result for pakistan crecket team

د پاکستان او افریقا نورې لوبې

د اپریل میاشت کې د پاکستان لوبډله سویلي افریقا ته ځي، هلته به درې یو ورځنۍ او څلور شل اوریزې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

د پاکستان لوبډله او پښتانه لوبغاړي

د پاکستان په لوبډله کې اوسمهال تر ډېره پورې پښتانه لوبغاړي ښه ځلېږي.

محمد رضوان د پاکستان لپاره په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو کې خورا ښه تمام شوی دی.

د پاکستان لپاره یې د افریقا خلاف یو ورځنیو لوبو کې باثباته لوبه وکړه او هم یې د شل اوریزو لوبو لومړۍ هغې کې سلیزه ووهله.

دی د پېښور اوسېدونکی دی او د پاکستان په لوبډله کې نه هېرېدونکی لوبغاړی شو.

شاهین افریدی

په چټکو بالرانو د پاکستان لپاره غوره بالر دی او اټېک توپ اچونه او د وېکټو اخیستلو پیل کوي.

افتخار احمد د پېښور اوسېدونکی دی او توپوهنه یې چټکه ده.

خوشدل شاه د کرمې ایجنۍ بنو اوسېدونکی دی او غوره چټک توپوهونکی دی.

شاداب خان هم اصلا د پېښور اوسېدونکی دی.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.