لیکنه: بهار سمسور
د پاکستاني کریکټ بورډ اجرأیه ریس واسیم خان له جینویز سره په مرکه کې هغه خبرونه رد کړل، چې ګني پاکستاني کریکټ بورډ د سریلنکا کریکټ لوبډلې لوبغاړو ته اضافي پیسې ورکړې، څو دې هېواد ته د لوبو لپاره سفر وکړي. یو شمېر رسنیو خبر ورکړی،چې د سریلنکا کریکټ لوبغاړو پاکستان ته له تلو انکار وروسته پاکستاني لوري ورته د پیسو وړاندیز کړی او دوی ته یې ویلي چې باید پاکستان ته سفر وکړي،خو واسیم خان په دې مرکه کې ویلي؛دوی یوازې د کوربه په حیث د دې لوبو مصارف کوي،دی وایي:
“موږ د دې لپاره چې د خپل کوربه توب لوبې د ننه په پاکستان کې وکړو او هم نړیوال کریکټ بېرته پاکستان ته راستون کړو، لوبډلې به دلته لوبې کوي،موږ د دې لپاره چې په اماراتو کې زموږ په کوربه توب لوبو باندې زیات مصرف کیږي،پاکستان ته لوبډلې دعوتو او دا چاره به لا هم ادامه پیدا کړي.”
کال مخکې د زیمباوبې او ویسټینډیز لوبغاړو ته پاکستاني بورډ زیاتې پیسې ورکړې او دوی هم په لاهور کې ځینې لوبې تر سره کړې،خو اوس د پاکستاني کریکټ بورډ اجرأیه ریس واسیم خان ویلي: “اوس وخت توپیر کړی،دلته امنیتي وضعیت تر پخوا بدل شوی او بهرني لوبغاړي کومه وېره نه لري او په خلاص زړه دلته سفر او لوبې کولی شي.”
په ۲۰۰۹ کال کې پر سریلنکایۍ کریکټ لوبډله د پاکستان په لاهور قذافي لوبغالي کې تر برید وروسته دلته کریکټ لوبډلې د ورتلو زړه نه ښه کوي،چې وروستۍ هغه یې د سریلنکا لوبډلې د لوبغاړو او کریکټ چارواکو تر منځ د تګ او نه تګ جنجال و،چې اخېر هم لس تجربه کاره لوبغاړو دې هېواد ته له تلو انکار وکړ او پر ځای یې بورډ له ځوانانو لوبغاړو مشتمله لوبډله دې هېواد ته ولیږله.