پاکستان د نړیوال جام کوربتوب لپاره لېواله دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

یاران سپورټس
د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې دا هېواد د هندوستان پر ځای د نړیوال پنځوس اوریز جام کوربتوب ته چمتو دی.
پاکستان او هندوستان له ډېر وخت راهیسې د کرکټ برخه کې سره همکار نه دي او یواځې د نړیوالو جامونو پرمهال یې لوبډلې سره مخ کېږي او لوبېږي.
دا چې اوس د کرونا ویروس وېره ده، نو نړیوال شل اوریز جام هم یو څه شکي دی.
د پاکستان کرکټ بورډ وایي دوی کولای شي، چې په بریالیتوب سره د ۲۰۲۳ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام کوربتوب ته اوږه ورکړي.
د ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام د کرونا ویروس وېرې نشتون صورت کې اسټرالیا هېواد کې کابو شپږ میاشتې وروسته ترسره کېږي.
که ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام اسټرالیا کې ترسره شي، نو بیا به د ۲۰۲۱م شل اوریز کرکټ جام کوربتوب هند وکړي.
د ۲۰۲۳م یو ورځنیو لوبو نړیوال جام لپاره هم د هندوستان هېواد ټاکل شوی دی، چې کوربتوب به یې کوي.
خو اوس پاکستان ویلي چې که د کرکټ نړیواله شورا له دوی سره موافقه وکړي، نو کولای شي چې په بري سره د ۲۰۲۳م نړیوال پنځوس اوریز جام کوربتوب وکړي.
د ۲۰۰۹م کال راهیسې چې د سریلانکا په لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې وسله‌وال برید شوی، په پاکستان کې رسمي نړیوال کرکټ په پراخه کچه نه دی ترسره شوی.
یوازې د ګوتو په شمار لوبډلې پاکستان ته د محدودو لوبو لپاره تللي دي.
که ۲۰۲۳م کې پاکستان د پنځوس اوریز کرکټ جام کوربتوب وکړي، دا به له ۱۹۹۶ م کال څخه راوروسته په ۲۸ کلونو کې لومړی ځل وي، چې پاکستان د نړیوال جام کوربتوب کوي.
په ۱۹۹۶م کال کې نړیوال جام سریلانکا وګاټه، پایلوبه یې د اسټرالیا او سریلانکا ترمنځ د لاهور ښار په قدافي لوبغالي کې ترسره شوه.
د پاکستان کوربتوب او هندوستان د مخالفت سابقه
پاکستان د ۲۰۲۰م کال اسیا جام لپاره کوربه هېواد دی، که کرونا ویروس نه وي، نو اسیا شل اوریز جام به کابو ۵ میاشتې وروسته د اکټوبر میاشت کې ترسره شي، د دغه جام لپاره پاکستان کوربه هېواد ټاکل شوی دی، خو هند وار له مخه ویلي، چې دغه جام دې یا دوبۍ کې ترسره شي او یا دې هم کوم بل هېواد کې ترسره شي، نه پاکستان کې.
بل پلو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۳م راهیسې دوه اړخیزه رسمي لوبلړۍ نه ده ترسره شوې او دې برخه کې هندوستان د پاکستان غوښتنې رد کړي دي.
 
download.jpg

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.