
پاکستان د سويلي افريقا سره په خپل کوربتوب دويمه ټيسټ لوبه کوي.
د کرونا نوي څپې د سويلي افريقا سره د بنګلدیش او اسټراليا لوبې وځنډولې خو پاکستان لاهم ورسره مصروف دی.
د دوی ترمنځ لومړنۍ ټيسټ لوبه پاکستان وګټله خو که دا لوبه هم پاکستان وګټي نو سريز هم ګټي .
دا لوبه سبا سهاره ۰۹:۳۰ بجې پيلېږي.
تر ټیسټ لوبې وروسته پاکستان او سویلي افریقا دوې شل اووريزي لوبي هم لري چي د همدغو لوبو کوربتوب هم پاکستان کوي.