
د پاکستان او هندوستان لوبه په نړیوال جام کې مهمه لوبه وه، دا لوبه هم د کرکټ نړیوالې شورا لپاره او هم د نړیوالو لپاره خورا په زړه پورې وي، پرون په مانچېسټر ښارکې د دواړو لوبډلو لوبې پرمهال په لوبغالي کې ځای نه و او ننداره کوونکي د سکرینونو نندارې ته ناست وو.
د دې لوبډلو لوبه خورا په زړه پورې وي.
نړیوال پنځوس اوریز جامونه او د هند او پاکستان لوبې
دا دواړه لوبډلې تر اوسه اووه ځلې په نړیوالو جامونوکې مخ شوي دي او ۷ ځلې د هندوستان له خوا پاکستان مات شوی دی.
په نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو کې له ۱۹۷۵ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې، هند اووه ځلې د پاکستان خلاف د سیالۍ ډګر ته وتلی او ۷ ځلې هند بریا حاصله کړې ده.
۱۹۹۶ ، ۱۹۹۹ م کال ۲۰۰۳ ، ۲۰۰۷ ، ۲۰۱۱ ، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ م کلونه هغه نړیوال جامونه دي، چې پاکستان پکې له هندوستان څخه ماتې خوړلي دي.
په شل اوریز نړیوالو جامونو کې یې ریکارډ
دواړه لوبډلې پنځه ځلې شل اوریزو نړیوالو جامونو کې مخ شوي دي، پنځه واړه لوبې هندوستان ګټلي او پاکستان تر اوسه په نړیوال شل اوریز جام کې له هند لوبه نه ده ګټلې.
د قهرمانۍ جام سیالیو ریکارډ
د قهرمانۍ جام یا چمپين ټرافي کې پاکستان او هندوستان پنځه ځلې مخ شوي دي، چې درې ځلې پاکستان لوبې ګټلي او دوه ځلې هندوستان لوبې ګټلي دي.
اسیا جام سیالۍ او د دواړو لوبډلو د لوبو ریکارډ
دواړه لوبډلې ۱۲ ځلې په اسیا جام سیالیو کې مخ شوي، ۶ ځلې لوبې هند ګټلي، پنځه ځلې پاکستان او یوه لوبه بیا بې پایلې شوې ده.
یو ځل شل اوریز اسیا جام شوی او په دې کې هند، پاکستان ته ماته ورکړې وه.
د اسیا ټېسټ لوبو قهرمانۍ سیالیوکې یو ځل دواړه لوبډلې مخ شوي او پاکستان له خوا بیا هند مات شوی و.
د ټېسټ یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو ریکارډونه
دواړو لوبډلو ۵۹ ټېسټ لوبې کړي دي، چې ۱۲ پاکستان ګټلي، ۹ هند ګټلي او ۳۸ لوبې یې ډرا شوي دي.
دواړو لوبډلو په لوبلړیوکې ۱۳۲ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۷۳ پاکستان ګټلي، ۵۵ هند ګټلي او ۴ مساوي شوي دي.
دواړو لوبډلو اته شل اوریزې لوبې کړي، چې ۷ هند او یوه پاکستان ګټلې ده.
دا وو د پاکستان او هندوستان د لوبو د ګټلو او بایللو ریکارډونه.