د هندوستان د هويي ځواک مشر مارشاال بیریندر سینګ ډاناو د دوشنبې په ورځ د پاکستان هغه ادعاوې رد کړي، چې ویلي د هندوستان په هوایي برید کې څوک نه دي وژل شوي.
ښاغلي مارشال ډاناو، چې نن يې په ډهلي کې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل:
“کله چې موږ هدف په نښه کړو؛ بیا يې ولو. که چیرې موږ بمونه په ځنګل غورځولي وي، نو بیا ولې پاکستان غبرګون ښيي.”
پاکستاني چارواکي او رسنۍ ادعا کوي، چې د هندوستان د فبروري په ۲۶ مه بالاکوټ په یو ځنګل بمونه غورځولي، ونې او بوټي يې سوځولوي، او هیڅ کوم چاته پکې زیان نه دی رسیدلی.
بل پلو، هندي چارواکي وايي، د یاد هوايي برید په پایله کې يې د جیش محمد ډلې اړوند تر ۳۰۰ پورې جنګیالي وژلي.
د هندوستان د هوايي قواو مشر وايي، د مړو شمیرل د حکومت کار دی؛ ویشتل يې “زموږ” کار دی. نوموړي زیاته کړه:
“د هوايي ځواک کار دا نه دی، چې [د دښمن] تلفات وشمیري. دا کار به حکومت کوي. موږ دا نه شمارو، چې څومره مو ووژل، موږ دا شمارو، چې څومره هدفونه مو وویشتل.”
کله چې پاکستان میشتې جیش محمد ډلې د فبروري په ۱۴ مه د هند په نیمه پوځي سرتیرو په کشمیر کې ځانمرګی برید وکړ او لږه تر لږه ۴۰ سرتیري يې ووژل؛ ۱۳ ورځې وروسته، هندوستان د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بالاکوټ کې د ترهرګرو یو پټنځای بمبارد کړ. هند اداعا کوي، چې په دغه برید کې يې تر ۳۰۰ پورې د جیش محمد ډلي غړي او مشران ووژل.
ایا نیول شوی پيلوټ به، چې هند ته سپارل شوی، بیرته له هوايي ځواک سره یوځای شي؟
د هندوستان پوځ مشر يې په ځواب کې وویل، چې نوموړی يې د طبي معالجې لپاره روغتون ته استولی. په ټکو يې، که روغتیايي وضعیت يې سم و، بیرته به د هوايي ځواک سره یوځای شي.
د هندوستان د هوايي پوځ پیلوټ، ابي نندن، هند ته په رسسیدو سره ویلي، چې پاکستاني حکومت ډبولی نه دی؛ خو په ذهني ډول يې ازار کړی او دماغ يې ورته ګډوډ کړي.
د هند حکومت وايي، نوموړی په خپل وجود واړه واړه زخمونه لري، او د قهریدلو پاکستانیانو له لورې وهل او ډبول شوی.