پاکستان او هند چې په سیاسي کړکېچ کې ښکېل هېوادونه دي، دغې سیاسي شخړې یې په کرکټ هم اثر اچولی او ډېری وختونه یې لوبډلې د یو بل پر وړاندې له لوبلړیو انکار کوي.
تازه په ایمرجېنګ اسیا جام سیالیوکې هم هندوستان د پاکستان خلاف ودرېد او په پاکستان کې یې د ایمرجېنګ جام سیالیو له تراسروي څخه انکار وکړ؛ همدغه انکار و، چې دغه لوبې په دوه اسیایي هېوادونو سریلانکا او پاکستان کې وشوې.
دغه سیالۍ بیا سریلانکا وګټلې.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې پاکستان به ۶۰ سلنه جریمه ورکړي.
کیسه څه ده؟
کیسه داسې ده، چې پاکستاني کرکټ بورډ او د هندوستان کرکټ بورډ هوکړه کړې وه، چې د ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې به لوبلړۍ ترسره کوي، چې د دې چارې لپاره د کرکټ نړیوالې شورا چمتووالی ښکاره کړی و.
د کرکټ نړیوالې شورا سره له هوکړې څه وخت وروسته هندوستان له پاکستان سره هر ډول لوبلړۍ رد کړې او د سیریزونو له ترسره کولو یې انکار وکړ.
پاکستان د کرکټ نړیوالې شورا ته وویل، چې د هندوستان دغه انکار پاکستان ته ملیونونه ډالر زیان وړاوه؛ نو له همدې امله پاکستاني کرکټ ۷۰ ملیونه ډالر تاوان وکړ؛ خو د چهارشنبې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا یو ځل بیا وویل، چې پاکستانی کرکټ بورډ باید ۶۰ سلنه تاوان پرې کړي.
له دې وړاندې هم پاکستان ته د لوبو د نه ترسراوي په اړه ملیونونه ډالر تاوان اوښتی و او اوس یو ځل د هندوستان د عتراض له امله پاکستانی کرکټ بورډ بیا د ۶۰ سلنې جریمې سره مخ شو.
پاکستان او هندوستان په ۲۰۱۳ م کال کې په هندوستان کې د پنځه یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په ترسره کړې وه، چې پاکستان ۳ د دوه پر وړاندې ګټلې وه.
۲۰۱۴ م کال کې د هندوستان او پاکستان کرکټ بورډونو هوکړه کړې وه، چې په دواړو هېوادونوکې به د ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۲۳ م کال پورې لوبلړۍ ترسره کړي.
خو لا هم د هندوستان د انکار له امله دغه تړون عملي نه شو.
پاکستانی کرکټ بورډ ډېر خوشبینه و، چې د کرکټ نړیوالې شورا ته به یې اعتراض دوی ته پېسې په لاس ورکړي؛ خو لومه کې ګېر شو او ۶۰ سلنه جریمه پرې وضع شوه.