د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکي مایکي ارتر ویلي، چې د هندوستان خلاف بایللې لوبه زمونږ لپاره له ځانمرګي برید کمه نه وه.
ده یادونه کړې چې د هندۍ لوبډلې په وسیله ټپي شوې پاکستانۍ لوبډله راپاڅېده او د سهیلي پر وړاندې یې د ۴۹ منډو بریا هغې ته یو ځل بیا د ژوندي کېدو او ساه اخېستو چانس ورکړ.
مایکي ارتر ویلي د هند خلاف ماته د پاکستان لپاره له بشپړ درد څخه ډکه وه.
هندوستان، پاکستان ته د وړمې یکشنبې په ورځ د جون په ۱۶ مه نېټه ۳۳۷ منډې هدف ورکړی و، پاکستان په ۴۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۲ منډې وکړې او باران بیا لوبه وځنډوله، لوبه له باران وروسته هند ته په ۸۹ منډو په ګټه ورکړل شوه.
دا لوبه په مانچېستر ښار کې ترسره شوې وه.
د پاکستان مشر روزونکي ویلي؛ د پاکستان ټولو عامو وګړو غوښتل چې مونږ په نړیوال جام کې له هند څخه لوبه وګټو؛ خو ناکام شو او دا ناکامي داسې وه، لکه پر عام ولس چې ځانمرګی برید وشي.
ده ویلي د هند خلاف د لوبې بایللو د ملیونونه پاکستاني مینوالو زړونه مات کړل او له پاکستانۍ لوبډلې د خلکو زړونه تور شول.
د هندوستان په نامه یوه وېب پاڼه وایي، ډېری پاکستانیانو خپل لوبډلمشر سرفراز احمد پسې بدې ردې هم ویلې وې.
وېب پاڼې ویلي چې اوس د پاکستاني روزونکي له خوا دا ډول کلمې کارول هم پاکستانۍ لوبډلې ته یوه ستره ځوروونکې خبره ده.
پاکستان اوس د نومرو په جدول کې اووم مقام لري، په ۶ لوبو کې یې دوه ګټلي او یوه یې مساوي شوې او درې یې بایللي.
پاکستان نن دوه بجې له نیوزیلنډ سره د نړیوال جام ۳۲ مه لوبه کوي.
که نن پاکستان لوبه وبایلي له دوهم پړاو څخه پاتې کېږي او د افغانستان په برخلیک اخته کېږي.
پاکستان بیا د جون په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ له افغانستان سره د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه کوي.
که پاکستان دې لوبو کې یوه لوبه هم وبایلي لا به د مینوالو له منفي غبرګونونو سره مخ شي.
نو افغان لوبډله که اوس د خپلو مینوالو له توندو غبرګونونو سره مخ ده؛ پاکستانۍ لوبډله هم له دغو غبرګونونو خالي نه ده.