ایا څلوېښت کلنو لوبغاړو ته په شل اوریز کرکټ کې ځای شته؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرېکټ مانتلي یا د کرکټ میاشتینۍ نشریې لیکلي، چې ایا په شل اوریزو لوبو کې لا هم څلوېښت کلنو لوبغاړو ته ځای شته؟

بېرته یې بیا ورپسې اوږده لیکنه خپره کړې او د ثبوت په ډول یې د ځېنو لوبغاړو نومونه ذکر کړي دي.

شل اوریز کرکټ د کرکټ په فارمټونو کې ګرم او جذابه فارمټ یا ډول دی، چې هم د لوبغاړو او هم د ننداره کوونکو لپاره په زړه پورې دی.

دې لوبو کې له اتلس کلنۍ کم عمره لوبغاړي هم لوبېدلي او ځوان لوبغاړو ورته ډېره ښکلا ورکړې ده؛ خو د ځوانو لوبغاړو وراخوا سپین ږیري لوبغاړي هم په دې کرکټ کې لوبېږي او په ځانګړي ډول سوداګریزونو لیګونو کې یې لوبې جذابه کړي دي.

ډانېئل کرېسچېن په بلاسټ او اسټرالیا بلاسټ لوبو کې لوبېږي، چې اوس د کرکټ د عمر په لحاظ ۳۸ کلن دی او لا هم شل اوریز کرکټ کې بوخت دی.

که څه هم د عمر په تېرېدو سره فزیکي حالت بدلېږي؛ خو د ځېنو لوبغاړو تکړښت دا تقاضا کوي، چې لا هم کرکټ کې پاتې شي.

۲۰۱۰ کې سنت جایاسوریا، اډم ګېل کرېسټ، هاربجن سېنګ، ګېرېت باټي، ډېرین سټېوېنز، ریان ټېن ډېس کټی او ځېنې نور لوبغاړي ولوبېدل، چې عمرونه یې لوړ وو.

خو د دوی فېټنېس دومره پیاوړی و، چې د ځوانو لوبغاړو فېټنېس ورپسې نه شوای رسېدلی.

همدارنګه د پاکستان شاهد افریدي او محمدحفیظ هم زاړه لوبغاړي دي، چې لاهم د کرکټ په ډګرونو کې راڅرګندېږي او لوبې کوي.

برېډ هاج او هاګ په نامه دوه اسټرالیایي لوبغاړي په ۲۰۱۴ نړیوال جام کې هم د ولوبېدل او همدارنګه یې په اسټرالیا کې د کلب په لوبو کې ۲۰۱۸ پورې لوبې وکړي، چې د دوی عمرونه له څلوېښت کلونو بره وو.

ډېرین سمي، کرېس ګېل، عمران طاهر، هاشم امله، هاربجن سېنګ، ایم ایس ډوني او ځېنې نور لوبغاړي چې عمرونه یې زیات دي او لا هم لوبېږي.

مختلفو کلونو کې د زړو لوبغاړو شتون

له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۰۸ پورې دوه زاړه لوبغاړي په سوداګریزکرکټ کې لوبېدل، چې عمرونه یې له څلوېښت کلنۍ څخه پورته وو.

له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۸ زاړه لوبغاړي په نړیوالو ډګرونو څرګند وو او لوبې یې کولې.

له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د لوبغاړو شمېر د ۷ او اتوو ترمنځ وو.

۲۰۱۴ کې بیا ۴ زاړه لوبغاړي په نړیوال کرکټ کې لوبېدل، ۲۰۱۵ کې اته او ۲۰۱۶ کې ۹ لوبغاړي وو.

له ۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې شپږ لوبغاړي وو، چې لوبېدل.

۲۰۲۰ کې ۸ لوبغاړي او ۲۰۲۱ کې تر دې دمه ۴ زاړه لوبغاړي په سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلي دي.