یاران سپورټس
د کرونا ویروس ټول خلک تر کورونو محدود کړل او حتی د وېښتانو جوړولو ځایونه یې هم تړلي دي.
دا چې سقاوې او سلماني د حکومتونو د حکمونو پر بنسټ تړلي دي، نو خلک اړ دي، چې خپله قیافه جوړه کړي.
په همدې موخه د هندوستان دوو پخوانيو مسلمانو لوبغاړو، چې ورونه هم دي، په خپل کور کې یې وېښتان جوړ کړي دي.
عرفان پټان چې د یوسف پټان کشر ورور دی، دواړه د هندوستان کرکټ لوبډله کې لوبېدل، چې عرفان پټان چټک بالر دی او یوسف پټان بیا د توپوهنې الراونډر و.
دواړه اوس له هندۍ لوبډلې سره نه لوبېږي، خو په هندوستان کې د کرکټ لوبغاړو د مسلکي روزنې اکاډومیانې لري.
عرفان پټان له یوسف پټان څخه دوه کاله کشر دی، یوسف پټان اوسمهال ۳۷ کاله عمر لري او عرفان پټان ۳۵ کلن دی.
عرفان پټان خپل هغه انځور انسټګرام ته پورته کړی، چې دی قیچي او ږومنځ په لاس پکې د خپل مشر ورور وېښتان جوړوي.
د دې سربېره یوسف پټان خپل دوه تصویرونه خپاره کړي، یو تصویر یې هغه دی، چې له وېښتو جوړولو وړاندې د ده څېره ښيي او دویم انځور یې هغه دی، چې عرفان پټآن ورته وېښتان او ږیره جوړ کړي او بیا یې پورته کړی دی.
دغه تصویر په انسټګرام کې ۵۶ زره او ۸۸۰ لایکونه اخیستي دي.
یوازې دا دوه ورونه کرکټ لوبغاړي نه دي چې یو یې پر بل وېښتان او ږیره جوړ کړي دي.
له دې وړاندې د ویرات کولي مېرمن انوشکا شرما هم په خپل خاوند په کور کې وېښتان جوړ کړي وو.
دلته په افغانستان کې هم ګلبدین نایب او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي دي، چې په نورو لوبغاړو یې وېښتان جوړ کړي وو.
په نوره نړۍ کې د کرونا ویروس ټولو خلکو جدي نیولی دی او له کورونو څخه نه ووځي.
له لومړنیو موادو پرته نور ټول دوکانونه او ځایونه تړلي دي.
تاسو د یاران درانه لوستونکو په دغه بحراني حالت کې د لوبغاړو د وېښتانو جوړولو چاره څنګه ارزوئ.