د نیوزیلېنډۍ لوبډلې د انډرناینټین یا له نولس کلونو د کم عمره لوبډلې پخواني لوبغاړي کارټرچې اوسمهال ۲۵ کاله عمر لري په یو ورځنۍ لوبه کې د یو بل لوبغاړي پرمټ دا ریکارډ جوړ کړ.
دوه لوبغاړو په نیوزیلېنډ کې په یو اور کې د ۴۳ منډو ریکارډ خپل کړ.
جوکارټر او برېټ همپټن د نیوزیلېنډ د شمالي لوبډلې له خوا د سېنټرل یا مرکزي ولسوالۍ لوبډلې پر وړاندې لوبېدل، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې دا ریکارډ کیښود. دوی په کورني کرکټ کې په یو ورځنۍ لوبه کې لوبېدل.
د سهیلي افریقا چټک توپ اچوونکي ویلیم لوډېک توپ اچونه کوله، چې دوه نوبالونه یې وکړل، شپږ شپږیزې پرې ولګېدې یوه څلوریزه او یوه سېنګله یا منډه ترې هم راغله، چې ټولې ترې په یو اور کې ۴۳ منډې جوړې شوې. په لېست ای یو ورځنیو لوبو کې دا ستر ریکارډ دی.
له دې وروسته ښایي لوډېک له اټېک یا لومړي اور توپ اچونې څخه حذف او لرې شي. یو نو بال د فولټاس توپ له امله ورکړل شوی و. دا منډې همپټن او کارټر په شریکه وکړې.
له دې وړاندې د زمبابوې اېلټن چګومبورا هم ۳۹ منډې له یو بنګله دېشي لوبغاړي اخېستې وې.
په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې افریقایي هارشل ګېبز ۳۶ منډې له هایلېنډي بالرڅخه د شپږ شپږیزو په وهلوسره اخېستې وې.
یوراج سېنګ په شل اوریزه لوبو کې په ۲۰۰۷ م کال نړیوال جام کې له براډ څخه اخېستې وې.
حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان په سوداګریزلیګ کې ۳۷ منډې له عبدالله مزاري څخه اخېستې وې.
په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو کورنیو سیالیو کې یو بالر چې بېرټ وانس نومېده ۷۷ منډې ورکړې وې، هغه ۱۷ توپونه ترسره کړي وو، چې د توپ اچونې د اُصولو خلاف وو؛ خو د لوبغاړي ځای نه دی معلوم شوی، چې د کوم هېواد دی.
په ۴ توپونو ۹۲ منډې هم جوړې شوې دي، د ډاکه لیګ په دوهم پړاو کې اکسیوم او لاماتیا ترمنځ لوبه وه، چې سوجون محمد په نامه یوه بالر په ۴ توپونو ۹۲ منډې ورکړې.
هغه پنځلس نو بالونه او ۱۳ یې وایډونه کړي وو، چې شپږیزې او څلوریزې هم پرې لګېدلې وې.
دا معلومات د قورا په نامه یوه وېب سایټ خپاره کړي دي.
راس ټایلر، جایاسوریا، افریدي، ای بي ډیویلیئرس او نورو لوبغاړو هم له ۳۰ بره منډې له بالرانو اخېستې دي.
43 runs in one over world record Cricket 43 off 1 over in Cricket History
https://www.youtube.com/watch?v=hj8JmrGowOs