عمر اکمل را روانه اونۍ له سخت امتحانه تېرېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
  • لیکنه: بهار سمسور

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ‌وهونکی عمر اکمل چې دا وخت پرې د پاکستاني کرکټ بورډ له خوا د یو کال دروند بندیز پورې شوی، راتلونکې اونۍ د روانې میاشتې په ۲۷ تاریخ د کریکټ بورډ د نظم ساتنې  کومیټې سره د سوال او جواب ناسته لري، چې ورپورې شوي د مېچ فېکسېنګ او د نظم له اصولو د سرغړاوي تورونه منفي ثابت کړي.
د بورډ د ډيسپلین یا نظم کومیټې مشر فضل میران چوهان ویلي، چې دوی به له عمر اکمل جدي وپوښتي چې تېره میاشت يې د فټنس ټېسټ اخیستنې پر وخت ولې له مسوولینو سره داسې برخورد وکړ، چې د پي سي بي کوډونه يې مات او خپل کرکټ يې وګواښه. له دې ستونزې سره هممهاله عمر اکمل د کرکټ نړیوالې شورا د ۴/۴/۲ کوډ لاندې هم راغلی او تورن دی، چې د کریکټ نړیوالې شورا د ټورنمېنټونو پر وخت يې له مېچ فېکسرانو سره تماسونه نیولي دي.
د پورته چالیشونو پر اساس عمر اکمل چې په ټول قوت يې د ۲۰۲۰ کال پاکستان سوپر لیګ ته ځان فټ کړی و، مخکې تر دې چې د لاهور قلندرز لوبډلې سره د لوبېدو پر هدف خپل بېک پورته کړي، پي سي بي ورته د نه لوبیدو ایمېل سېنډ کړ او نوموړي ته يې وویل: “ته د خپلو تخاطیو پر اساس نه شې کولی چې د پاکستان په سوپرلیګ کې ولوبېږي...
وړمه ورځ د پاکستان یوې مرکزي محکمې د نوموړي په اړه ویلي و، چې د بورډ اړوند کمیټه يې باید په اړه پرېکړه ترسره کړي، خو د اپرېل په ۲۷ مه يې ممکن همدا محکمه په حق کې پرېکړه وکړي، چې شاید د زندان د تمبو تر شا هم راشي.
که چېرې اکمل د روانې میاشتې په ۲۷ تاریخ د پاکستاني بورډ د نظم او فساد ضد کمیټه په خپلو ځوابونو قانع کړي، ممکن ورپورې بندیز يې ختم یا هم کم کړل شي، خو د ای سي سي او پي سي بي کوډونو ته په کتو د یو دوو کلونو لپاره د اکمل له لاسه بېټ خطا ښکاري.