د اُلمپيک په سیالیو کې له افغان لوبغاړو مالي ملاتړ کېږي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د ۲۰۲۰م د جاپان په توکیو ښار کې د اُلمپيک په سالیو کې له هغو افغان لوبغاړو څخه مالي ملاتړ کېږي، چې په دې سیالیو کې ګډونوال دي.
د اُلمپيک د تړون نړیوالې کمېټې د افغان ملي کمېټې، د افغان تکواندو، وزن پورته کولو، اتلاتیک او سوک‌وهنې فدراسیون په ګډه یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د جاپان په توکیو ښار په کیدونکو اُلمپيکي سیالیو کې له افغان لوبغاړو څخه مالي ملاتړ کېږي.
د دې تړون په اساس د هغو ټولو افغان لوبغاړو څخه تر یادو سیالیو مالي ملاتړ کېږي، چې اُلمپیک سیالیو ته یې لاره پيدا کړې ده.
د افغانستان د اُلمپيک ملي کمېټې او د بدني روزنې عمومي رییس حفیظ ولي رحیمي دا تړون د افغان لوبغاړو د پرمختګ لپاره اړین او ګټور وباله.
103675145_252253749391645_7323276488692357745_o.jpg
ښاغلي رحیمي د تکواندو، وزن پورته کولو، اتلاتیک او سوک‌وهنې د فدراسیونونو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د راتلونکو سیالیو ترڅنګ د ځوانانو اُلمپيکي سیالیو ته پوره چمتووالی ونیسي او هغوی ته غوره لوبغاړي پيدا کړي.
د ځوانانو ترمنځ د اُلمپيک ۱۴م پړاو سیالۍ په ۲۰۲۲م کې د سنګال په کوربتوب ترسره کېږي.
د اُلمپيک نړیوالې سیالۍ، بیا چې ټاکل شوې وه په روان ۲۰۲۰م کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس له امله د راتلونکي ۲۰۲۱م  د جولای ۲۳مې ته وځنډېدلې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.