په دې تګلارو سره، په خپل کار ځای کې درنښت او مقام تر لاسه کړئ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: عطا محمد میاخېل  
که غواړئ، په کار ځای کې مو، له تاسو سره ښه او غوره چلند وشي، نو باید لومړی په خپل ځان کې بدلون رامنځته کړئ، تر څو د نورو په نظر ښه او غوره ښکاره شئ. زموږ ټولو خوښېږي، چې په کار ځای کې راته درنښت وشي، یانې د هغه کار له کبله، چې ترسره کوو یې او د غه راز د هغو باورونو او نظریو له امله، چې لرو یې، موږ ته درنښت وشي. ډېر ښه احساس به ولرو، چې پوه شو زموږ د کار تګلاره او چلند په داسې ډول دی، چې له امله یې د نورو له خوا درنښت ترلاسه کوو.
په کار ځای کې اغېزمن او با نفوذه اوسېدل ډېر زیات ارزښت لري، که وکولای شو په نورو باندې اغېز وښندو، نو کولای شو د خپلو دنده ایزو موخو په تګلوري کې ښه پرمخ لاړ شو، په پایله کې به د درنښت وړ وګرځو. په دې لیکنه کې تاسو ته وایو، چې څنګه په خپل کار ځای کې درنښت او نفوذ ته لاسرسی پیدا کړئ.
که په خپل کار ځای کې یو با نفوذه فرد واوسئ، نو څه به در پېښ شي؟
د پیاوړو مدیرانو یوه د پام وړ ځانګړتیا داده، چې په ښه توګه په نورو باندې واک لري، په نورو باندې نفوذ او واک لرل، ښایي په ذهن کې مو د یوه بد او ټینګار کوونکي پلورونکي انځور رامنځته شي، هغه څوک چې هڅه کوي، تاسو دې ته اړ کړي، چې یو څه ترې واخلئ، خو په کارځای کې ستاسو نفوذ یوه توپیري مقوله ده او په ډېرو زیاتو دلایلو سره، ستاسو لپاره ډېره زیاته ګټه لري.
که وکولای شئ، په خپل کار ځای کې یو بانفوذه شخص واوسئ، نو وبه کولای شئ، چې کلیدي موخو ته لاسرسی پیدا کړئ. که غواړئ د هغې پروژې په پرمخ وړلو کې، چې پرې کار کوئ، نور له تاسو سره مله وي، نو باید پرې واک ولرئ.
کله چې په نورو باندې واک لرئ، کولای شئ نورو ته کلیدي ټکي ور ولېږدوئ، کولای شئ هغوی ته توضیحات ورکړئ او توجیه یې کړئ، هغه تګلارې چې ستاسو د پام وړ دي، څنګه به ستاسو د شرکت یا سازمان په ګټه تمامې شي، هغو کسانو ته د دې ګټو د ښودلو لپاره ستاسو وړتیا، کوم چې له تاسو سره کار کوي، له تاسو سره مرسته کوي، چې بانفوذه واوسئ او هغو موخو ته ورسېږئ، کومې چې په خپل ذهن کې یې لرئ.
ستاسو با نفوذه او اغېزمن اوسېدل، نه یوازې له شرکت سره مرسته کوي، بلکې ستاسو د ودې، بریا او پرمختګ لپاره به هم ګټور وي. تاسو په هغه نفوذ سره، چې ترلاسه کوئ یې، هغو وسایل او سرچینې، چې د بریالي اوسېدو لپاره ورته اړتیا لرئ، تر خپل کنټرول لاندې به یې ولرئ. په یاد مو وي، چې تاسو د خپل کار مسؤول یاست او بل هېڅوک به ستاسو لپاره کوم کار ونه کړي.
ولې په کار ځای کې د درنښت وړ اوسېدل مهم دي؟
په کار ځای کې د درنښت وړ اوسېدل بېلابېلې ګټې لري. کله چې د درنښت وړ یاست، نور تر ډېره ستاسو نظرونه مني او ستاسو خواته را ماتېږي، په بل عبارت، کله چې خبرې کوئ، نور په بشپړه او سمه توګه ستاسو خبرو ته غوږ نیسي او ورته پام کوي. له بانفوذه اوسېدو سره دا ځانګړتیا تاسو ته ستر خدمت کوي.
له ذهني پلوه کله چې داسې احساس کوئ، د نورو د درنښت وړ یاست، په نا خبره توګه په نورو باندې د واک لرلو وړتیا تاسو ته القا کېږي. البته درنښت داسې څیز نه دی، چې نور یې تاسو ته درکړي، څه په کار ځای او څه د ژوند په نورو برخو کې، درنښت داسې یو څیز دی، چې پخپله یې باید ترلاسه کړئ. درنښت د هغه څه له لارې، چې وایئ یې او هغه کار چې ترسره کوئ یې، ترلاسه کېږي.
څنګه په کار ځای کې بانفوذه واوسئ؟
هغه ښې پایلې، چې په پرله پسې توګه یې ترلاسه کوئ، تل پاتې درنښت هم په ډالۍ کې درکوي، اصولو ته وفادار اوسېدل، په سختو شرایطو کې له نورو سره مرسته او همکاري کول او البته نورو ته درنښت کول، تاسو ته به درنښت درکړي.
له نورو سره ښه اړیکه ټینګه کړئ
د ژوند په ټولو پړاوونو کې، د ښې او اغېزمنې اړیکې ټینګول مهم دي. په کار ځای کې اړتیا لرئ، چې له خپلو شاوخوا خلکو سره ښې اړیکې ټینګې کړئ. که شاوخوا خلک مو له تاسو سره مینه ولري، د دې احتمال به ډېر زیات وي، چې ستاسو تر واک او نفوذ لاندې به راشي. د دې قضیې برعکس هم سم دی؛ که نور له تاسو سره مینه ونه لري، له تاسو سره به ملتیا ونه وکړي او تر اغېزې لاندې به مو رانه شي، نو له افرادو سره دوستانه او با کیفیته اړیکه ټینګه کړئ.
نورو ته ښه غوږ ونیسئ
د اړیکو نیمایي برخه، غوږ نیول دي، له دې کبله نورو ته ښه غوږ ونیسئ او پرېږدئ پوه شي، هغه څه ته چې وایي یې، ارزښت ورکوئ، تاسو هغه څه ته، چې د هغوی لپاره مهم دي، غوږ نیسئ او هغوی به ستاسو دا حرکت په ښه توګه یاد ته وسپاري. که وکولای شئ هغه څه چې د نورو لپاره مهم دي، په خپل پروګرام کې ځای ورکړئ، د هغې ستراتیژۍ او انځور لپاره، چې له ځانه یې ښکاره کوئ، ډېر زیات اغېزمن به وي. که د نورو ګټو ته درنښت وکړئ، نو ښه ملاتړ او نفوذ به ترلاسه کړئ.
له خپلو موخو څخه ستر انځور وړاندې کړئ
که وکولای شئ، له هغه څه څخه چې غواړئ، روڼ انځور وړاندې کړئ، له نورو سره مرسته کوئ، ترڅو یې وویني، په ځانګړې توګه که ستره وروستۍ موخه لرئ، دا کار به له تاسو سره ستره مرسته وکړي. کله چې نورو ته دا ښکاره کوئ، چې وروستۍ ستره موخه څه ده او څومره ښه او مثبته ده، کولای شئ هغه هیلې چې ترې لرئ یې په واضحه توګه  بیان کړئ او هغوی هم کولای شي، چې وروستی انځور وګوري او درک یې کړي، شرکت، پېرېدونکي (مشتریان) او کارمندان به څومره ګټه وکړي.
له نورو سره معقوله عاطفي او هیجاني اړیکه ولرئ
ټولې شمېرې، ارقام، نقشې او قوانین په خپل ځای! کله وخت چې یو څه د سمې تصمیم نیونې او غبرګون سبب ګرځي، د یوې سمې او مناسبې هیجاني اړیکې لرل دي، چې له نفوذ او د خبرو له اغېزمنتیا سره مو مرسته کوي. د ډېری انسانانو خوښېږي، چې احساس وکړي له نورو سره ښه اړیکه لري او دا هماغه احساس دی، چې موږ انسانان له نورو سره مرسته کولو ته لېواله کوي، موخه دا نه ده، چې له هغو ټولو کسانو سره، چې ستاسو په شرکت یا سازمان کې دي، تر ټولو غوره دوستانه اړیکه ولرئ، بلکې باید وکولای شئ، چې خپله اړیکه په مطلوبه هیجاني سطحه کې ټینګه کړئ، ترڅو خپل د خوښې وړ ملاتړ او نفوذ ته ورسېږئ.
خپله پوهه او وړتیا لوړه کړئ
داسې تصور وکړئ، چې د یوه انګېزه بښونکي ویناوال د سپارښتنو او تګلارو د اورېدو لپاره وخت مصرفوئ او لګښت کوئ، یو له دې دلایلو څخه چې دا تصمیم مو نیولی او په دې سیمینار کې مو ګډون کړی دی، دا و، چې باور مو درلوده، دا ویناوال، د کومې موضوع په تړاو چې خبرې کوي، بشپړ معلومات لري، همدا حالت په کارځای کې هم شتون لري، که ستاسو د لاس لاندې کسان تاسو په خپله کاري برخه کې پوه او وړ کس وویني، نو په ښه او اغېزمنه توګه به ستاسو تر واک لاندې راشي، نو دا مه هېروئ، چې په پرله پسې توګه د خپلې پوهې او معلوماتو کچه لوړه کړئ او تر ټولو غوره واوسئ. په خپله کاري برخه کې د خپلو مهارتونو او وړتیاوو په ښودلو سره به اعتبار ترلاسه کړئ، چې دا به له تاسو سره مرسته وکړي، هر وخت چې اړینه شوه، په نورو باندې ښه واک ولرئ.
د سازمان سیاستونه وپېژنئ
ټول شرکتونه او سازمانونه ځینې سیاستونه لري او دا کوم بد څیز نه دی، هغه کلیدي ټکی، چې باید ور باندې پوه شئ، دا دی، چې ستاسو د سازمان روان سیاستونه څه دي. کله وخت په یوه ځانګړې برخه کې د یو چا څوکۍ او مقام لوړ وي، خو واقعاً مسؤول نه دی، ډېره زیاته مهمه ده، چې اجرایي مدیران او هغه کسان، چې واقعاً مسؤول دي، وپېژنئ.
هغه سپارښتنه، چې کولای شو، وې کړو داده، چې د خپل شرکت د IT ټیم وپېژنئ، ځکه دا کسان په سازمان کې د روانو لومړي لاس په خبرونو باندې پوهېږي او دغه راز د نورو ټولو برخو په اړه معلومات لري. دا معلومات هم له تاسو سره مرسته کوي، هر وخت چې اړتیا شوه، اړین نفوذ ولرئ.
سخت او په پرله پسې توګه کار وکړئ
ستاسو هڅې او کوښښونه، تاسو ته درنښت در په برخه کوي او په پایله کې درسره مرسته کوي، چې با نفوذه واوسئ، هغه څه چې په دې ځای کې باید په روښانه توګه مطرح شي، دا دي، چې هڅې او کوښښونه په دې مانا نه دي، چې تاسو هره ورځ ۱۲ ساعته کار وکړئ. ښایي د کوم کار لپاره ډېر ساعتونه په پام کې ونیسئ، چې چندان ارزښت نه لري او هېڅوک هغه ته اهمیت نه ورکوي. دا هڅه او کوښښ نه دی. تاسو باید هوښیارانه کار وکړئ او په دې باندې پوه شئ، څه وخت اړینه ده، چې خپله ټوله هڅه او تمرکز د مهمې پایلې لپاره ولګوئ، ستاسو هڅه باید تل پاتې او اغېزمنه وي. انسانان په طبیعي ډول هڅاندو، جدي او باثباته کسانو ته ډېر زیات درنښت کوي.
له نورو سره مرسته وکړئ، چې بریالي شي
له نورو سره د هغوی په پرمختګ او بریا کې مرسته کول، د درنښت او احترام د ترلاسه کولو لپاره ډاډمنه لاره ده، چې له لا ډېر نفوذ سره هم مرسته کوي. کله چې د نورو د مرستې او لارښوونې لپاره وخت په پام کې نیسئ، نو په هغوی باندې به ستره اغېزه وکړي. ښه ده، که همکار مو مرستې ته اړتیا لرله، په لاسرسي کې واوسئ، که د کومې ستونزې په حل کولو کې له خنډ سره مخامخ شو، نو لارښوونه ورته وکړئ او دا ښکاره کړئ، چې نور هم درته مهم دي.