د نورستان علماء: افغان ځواکونو دندې مقدسې دي؛ طالبان دې وطن ابادۍ کې برخه واخلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په نورستان کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د حکومت او نظام په ملاتړ غونډه وکړه .
د نورستان ولایت د رسنیو دفتر وايي، دحوکومت او نظام په ملاتړ جوړه شوې دا غونډه د نورستان د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې وه چې ددې ولایت دیني عالمانو، قومي مخورو ، ځوانانو ، د ولایتي شورا استازواو عامو خلکو پکې ګډون کړی وو.
دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د حکومتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ وښود او د امنیتي ځواکونو له سرښندونو یې یادونه وکړه.
هغوی وویل:

«افغان ځواکونه ددې خاورې د ولسونو د عزت څخه ساتنه کوي او دښمن نه پريږدي چې شومې موخې ته ورسیږي.»

مقدسې دندې
دیني عالمانو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتیرو او منصوبینو دندې مقدسې وبللي چې د اسلام مبارک دین او ولس د خوندیتوب په موخه یې ترسره کوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د وینا پرمهال یې د افغان ځواکونو قربانۍ وستایلې او داسلا م د مبین دین له مخې یې دهغوۍ د مسولیتونو او دندو د سرته رسونې له اجرونو معلومات ورکړل.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اوس افغان ولس پوهه شوی دی او په هر ځای کې د خپلو اتلو سرتیرو ملاتړ کوي او د دوۍ پروړاندې جګړه مار د پردیو لاس پوڅې یادوي چې د نورو ګټو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه هیڅ وخت به ولسونه پرې نه ږدې چې ددوښمن دشومو دسیسو تر اغیزې لاندې راشي او د افغان ځواکونو ننګه ونه کړي.
د سولې لار دې خپله شي
د نورستان د رسنیو دفتر زیاته کړې؛ په جوړه شوې غونډه کې مولوي محمد حنیف ، د ولایتي شورا غړي مولوي زینت الله او نورو ویناوالو په طالبانو یی غږ وکړ چې د سولې لار دې خپله کړي او د هیواد په ابادۍ او سمسورتیا کې دې برخه واخلي .

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.