نوراحمد تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی، چې د IPL بولي ته یې نوملیکنه کړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي.
دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي.
خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي.
بل پلوه ددې لیګ په بولي کې به ترټولو کم عمره لوبغاړی افغان نوراحمد لکڼوال وي، چې وړاندې به شي.
نوراحمد د ۱۶ کلنو دی، چې د ۲۰۰۵م کال د شپږمې میاشتې په درېیمه نېټه زېږېدلی.


د هغه بهرنيو لوبغاړو شمېر، چې د آی پي ایل بولي ته یې نوملیکنه کړې

۱- افغانستان، ۳۰ لوبغاړي.
۲- اسټرالیا، ۴۲ لوبغاړي.
۳- بنګله دېش، ۵ لوبغاړي.
۴- انګلستان، ۲۱ لوبغاړي.
۵- ایرلنډ، ۲ لوبغاړي.
۶- نیپال، ۸ لوبغاړي.
۷- ندرلینډ، ۱ لوبغاړی.
۸- نیوزیلنډ، ۲۹ لوبغاړي.
۹- سکاټلینډ، ۷ لوبغاړي.
۱۰- سویلي افریقا، ۳۸ لوبغاړي.
۱۱- سریلانکا، ۳۱ لوبغاړي.
۱۲- متحده عربي امارات، ۹ لوبغاړي.
۱۳- امریکا، ۲ لوبغاړي.
۱۴- ویسټ انډیز، ۵۶ لوبغاړي.
۱۵- زیمبابې، ۲ لوبغاړي.
دېرش افغان لوبغاړي به په داسي مهال بولي ته وړاندې شي، چې دوه افغان لوبغاړي محمدنبي او راشدخان د تېر کال په څېر یوځلې بیا خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد له ځان سره ساتلي.
د ۲۰۲۱م کال انډین پریمر لیګ نیلامۍ دپاره تر ټولو کم عمره لوبغاړی «نور احمد لیکڼوال» دی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.