د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د یو کال لپاره له خپلو اتل لوبغاړو سره د لوبېدو نوی تړون لاسلیک کړ.
په دې لوبغاړو کې څلورو نوو لوبغاړو هم د تړون حق ترلاسه کړ، اېن کومارا بانر، جوشوا ډېسیلوا، اکیل حسین او کایل مایرس نوي لوبغاړي دي.
خو کرېس په نوي تړون کې نشته دی.
دا تړون به د روان کال د راتلونکې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي او د ۲۰۲۲ کال د جون په ۳۰ مه به پای ومومي.
یواځې جېسن هولډر په ټولو ډولونو، یعنې شل اوریز، پنځوس اوریز او ټېسټ کرکټ کې د ګډون حق ترلاسه کړی دی.
د ټېسټ لوبو لپاره جېرمېن بلېک ووډ، رکیم کارنوال، شېنن ګېبرېئل او کېمر روچ رېټېن یا ساتل شوي دي.
روسټن چېس په ټولو لوبو کې نه دی اخیستل شوی او شمارا بروکس او شېن ډورېچ بیا له ټېسټ لوبو لېرې شوي دي.
د ویسټ انډیز د لوبډلې غوراوي کمېټې مشر راجر هارپر ویلي، چې ټول اتلس لوبغاړي رېټېن شوي دي او څلور لوبغاړي بیا لېرې شوي دي.
د ټېسټ لوبو لوبډله
کرېګ برېتوېټ، جېرمېن بلېک ووډ، اېن کروما بانر، رکیم کارنوال، جوشوا ډېسېلوا، شېنن ګېبرېئل، کایل مایرس او کېمر روچ.
جېسن هولډر یې لوبډلمشر دی.
په یو ورځنیو لوبو کې کېرن پولارډ، فبئین الېن، ډېرین براوو، شی هوپ، اکیل حسین، ایوېن لیویس، الزاري جوزیف، نیکولاس پوران او هایډن والش.
سونېل امبرېس، شیلډن کاټریل، شېمرن هېټمېر، برنډن کېنګ، کیمو پال، رافمن پاول، روماریو شېفرډ او اوشېن تماس شامل دي.
انډری رسل، سونېل نرېن او کرېس ګېل چې مشهور لوبغاړي دي، په دې قرارداد کې نشته.