یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
د نیمرو د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د یوه پوهنځي (ښوونې او روزنې) په درلودو سره په ۱۳۹۶ لمریز کال کې کېښودل شوې ده. د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس او بنسټ اېښودونکی پوهنیار محمد قاسم عادل وایي، د نیمروز د خلکو له پر له پسې غوښتنو او هڅو وروسته پر دې وتوانېدل چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په نیمروز کې هم د لوړو زده کړو د یوې موسسې د بنسټ ډبره کېږدي، څو خپله د نیمروز ولایت او د هېواد د نورو ولایتونو ځوانان وکولی شي لوړې زده کړې پکې وکړي. دی وایي، د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) لري چې په څلورو ډېپارټمنټونو (ریاضي، فزیک، کېمیا او بیالوژي) کې یې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي. ښاغلی عادل وایي، لوړو زده کړو وزارت ته یې د نورو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنلک سپارلی دی، خو تر اوسه پورې ورته کوم نوی پوهنځی نه دی منظور شوی. دی وایي، هڅه به یې دا وي چې څومره ژر چې کېدای شي، د نیمروز د لوړو زده کړو په موسسه کې نوي پوهنځي به تاسیس کړي، څو په بېلابېلو برخو کې پوهنځي ولري او له ګام پر ګام پرمختګ وروسته، د لوړو زده کړو دغه موسسه پوهنتون ته ارتقا وکړي.
د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په لومړي کال لوړو زده کړو وزارت ورته د کانکور ازموینې له لارې ۲۰۰ محصلین ور پېژندلي وو، خو دا چې دغه موسسه نوې تاسیس شوې وه او ډېری محصلینو ورته زړه نه ښه کاوه، نو یوازې ۱۳۰ تنو د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه او ټولګي ته حاضر شول. دی وایي، له دې ډلې ځینو یې د کال په اوږدو کې زده کړې پرېښودې او ځینې نور بیا په ازموینو کې له ناکامۍ وروسته له موسسې سره مخه ښه وکړه، اوس ورته له تېر کال څخه په دویم ټولګي کې یوازې ۶۵ محصلین پاتې دي چې په دې ډله کې ۳۵ یې ښځینه او ۳۰ یې نارینه محصلین دي. د پوهنیار محمد قاسم عادل په خبره، سږ کال ورته د کانکور ازموینې له لارې ۱۷۵ نوي محصلین ور معرفي شوي، د نوملیکنې پروسه یې پای ته رسېدلې او عملاً د ښوونې او روزنې پوهنځي په څلورو ډېپارټمنټونو کې پر زده کړو بوخت دي.
پوهنیار محمد قاسم عادل وایي، دوی تر اوسه پورې په کلني ډول یوازې همدا د ښوونې او روزنې په یوه پوهنځي کې د ۲۰۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، خو د پوهنځیو په زیاتېدو سره بیا کولی شي په کلني ډول له دې څخه زیات محصلین جذب کړي.
د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې ۱۶ کادري غړي لري چې ټول یې نارینه دي. د دې موسسې رییس وایي، د موسسې له تاسیس سره سم ورته د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ۱۶ تنو استادانو تشکیل ورکړل شوی و چې سږ کال (۱۳۹۷) کې هم ورته دوه تنه نور استادان په تشکیل کې ور زیات شوي، خو لا یې رسماً خپلې دندې نه دي پیل کړې. د ښاغلي عادل په خبره، په نږدې راتلونکې کې به دغه استادان هم د نیمروز د لوړو زده کړو په موسسه کې د استادانو په توګه خپله دنده پیل کړي. پوهنیار عادل وایي، دا چې نیمروز د افغانستان یو ډېر لرې پروت ولایت دی، نو هغه استادان چې د دوکتورا او ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، زړه نه ښه کوي چې په دې موسسه کې دنده واخلي. دی وایي، تر اوسه پورې چې کوم استادان د نیمروز د لوړو زده کړو په موسسه کې د تدریس چارې مخ ته وړي، ټول یې یوازې د لېسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري، خو اوس تازه یې دوه تنه استادان د ماسټرۍ اخیستو لپاره له هېواده بهر چین او هند هېواد ته استولي دي چې له ماسټرۍ اخیستو وروسته به بېرته خپلو دندو ته را وګرځي. د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، هڅه یې دا ده هر څومره ژر چې کېدای شي د پاتې نورو استادانو لپاره هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې د شامېلېدو چانس برابر کړي او د لوړو زده کړو وزارت له لایحې سره سم له دې وروسته چې کوم استادان په دنده ګوماري، لږ تر لږه باید د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې ولري.
که څه هم چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې ده، خو بیا یې هم د محصلینو او استادانو د یو څه ستونزو د راکمولو لپاره یو کوچنی کتابتون جوړ کړی دی. د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، په کتابتون کې یې د زرو ټوکو په شمېر کتابونه موجود دي چې محصلین او استادان وخت ناوخت ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه اخلي. ښاغلی عادل وایي، دغه کتابونه یې په نیمروز کې د عدلیې ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او هرات پوهنتون په مرسته برابر کړي دي. نوموړی وایي، هڅه یې دا ده چې د لوړو زده کړو وزارت او نورو بنسټونو په مرسته کتابتون لوی او د کتابونو شمېر یې ور زیات کړي.
د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، تر اوسه پورې د لیلیې لپاره کومه ځانګړې ودانۍ نه لري او هغه محصلین چې له نورو ولایتونو څخه راغلي او د لیلیې پر شرایطو برابر دي، د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم ورته د میاشتې څه باندې ۱۸۰۰ افغانۍ ورکول کېږي چې دوی خپله په بازار کې د ځان لپاره کوټې کرایه کړې دي او له درسي ساعتونو وروسته پکې خپل ورځنی ژوند مخ ته وړي. پوهنیار محمد قاسم عادل وایي، هڅه کوي چې د نورو ودانیو د جوړېدو ترڅنګ د نجونو او هلکانو لپاره هم د لیلیې ودانۍ جوړې کړي او په شرایطو برابرو محصلینو ته خپله د موسسې په لیلیه کې د اوسېدو امکانات برابر کړي.
دا چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تېر کال تاسیس شوې ده او تر اوسه پورې یې د محصلینو شمېر دومره زیات نه دی، نو تېر کال یې یوازې په یوه ټایم کې محصلینو ته تدریس کاوه، خو سږ کال چې د محصلینو شمېر یې یو څه زیات شوی، نو د دې لپاره چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسې اداره د تدریسي خونو له کمښت سره مخ ده، غواړي په دوو ټایمونو کې محصلین د زده کړو لپاره ور ور وغواړي چې لومړۍ برخه به یې د سهار له اتو د غرمې تر دوولسو پورې او بله برخه به یې د ماسپښین له یوې د مازدیګر تر څلور بجو پورې زده کړو ته ورځي. د یادولو وړ ده چې د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې د شپې پوهنځي نه لري.
پوهنیار عادل وایي، هر پوهنتون یا د لوړو زده کړو موسسه چې کله یې د بنسټ ډبره اېښودل کېږي له ګڼو ستونزو سره مخ وي، خو له نیکه مرغه د لوړو زده کړو وزارت له خوا پر ځانګړې شوې بودجې سربېره د نیمروز د علم دوسته خلکو او سیمه ییزو سوداګرو پرمټ یې د محصلینو لپاره د زده کړو زمینه او تر یوې کچې پورې هغه څه چې د محصلینو اړتیا بلل کېږي، برابر کړي دي.
د دې موسسې رییس وایي، دوی تر اوسه خپلې اداري او تدریسي چارې د نیمروز ولایت د دارالمعلمین په ودانۍ کې مخ ته وړي. ښاغلی عادل وایي، که څه هم چې لوړو زده کړو وزارت ته یې د اداري، تدریسي او د لیلیې لپاره د ودانیو د جوړېدو غوښتنلیکونه سپارلي، وعدې ورسره شوې، خو چارې یې عملاً نه دي پیل شوې. دی وایي، دا چې ۹۷ کال په تېرېدو دی، نو له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د ۹۸ کال له پیل سره سم ورته د دې دریو ودانیو د جوړېد غم وخوړل شي، څو د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه هم د خپلو ودانیو څښتنه شي چې بیا وروسته به ګام پر ګام د نورو پوهنځیو په زیاتېدو سره، د نورو ودانیو د جوړېدو هڅه هم کوي. پوهنیار عادل وایي، دا چې د ښوونې او روزنې پوهنځي په ډېری ډېپارټمنټونو کې ساینسي مضامین تدریسېږي او لابراتورا ته جدي اړتیا پکې لیدل کېږي، نو له لوړو زده کړو وزارت او په دې ولایت کې یې له ملي سوداګرو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. که څه هم چې د یوه پوهنتون یا د لوړو زده کړو د یوې موسسې لپاره، پر ودانیو سربېره، لابراتوارونو، جومات، کتابتون، سپورټي میدانونه، ژورې څاګانې، برېښنا، شنه ساحه او د ډېرو نورو اړینو امکاناتو اړتیا لیدل کېږي، خو د نیمروز د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې له دې هر څه بې برخه ده. د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه غواړي چې په دې برخه کې یې لاس نیوی وکړي او اړین امکانات ورته برابر کړي.