تکړه او ښایسته ریسلره، نکی بیلا استعفاء کړې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د ریسلینګ تکړه ښکلې او تکړه لوبغاړي نیکي بیلا له ریسلینګ لوبو استعفاء ورکړه. هغې ویلي؛ نور یې عمر د دې اجازه نه ورکوي چې د ریسلینګ په برخه کې دې خپلو لوبو ته دوام ورکړي.
په کلیفورنیا کې پيدا شوې ۳۵ کلنه نکي بیلا په خپل ټلویزیوني پروګرام ټوټال بیلاز کې د له یادې لوبې خپل ریټارمنټ خبره یاده کړه او ویې ویل چې وخت یې دی چې نور له ریسلینګ نه لاس په سر شي.
نکي بیلا دا نه ده روښانه چې د ریسلینګ له پرېښودو وروسته به د خپل ژوند کوم نوی پړاو پیلوي، خو د رپوټونو له مخې دغه ستورې به د میک اپ په برخه کې پر خپل کاروبار توجو وکړي.
بیلا ټواینز تکړه او ښایسته ریسلره، نکی بیلا استعفاء کړې
نکی بیلا په ۲۰۰۷ کال کې په ریسلینګ کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او د ښځينه وو د سیالیو دوه ځلې اتله هم پاتې شوې.
باید یاده شي چې نکي د ریسلینګ پيل له خپلې خور بري بیلا سره یوځای کړی و او دواړو د یوه رنګ او تقریبا ورته شکل له امله مشهوري وې چې دوی په بیلا ټوائنیز هم شهرت لري.