هغه څه چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې «پر دوو جوماتو له برید» وروسته ترسره کړل

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ژباړه او راټولونه: غازي عابد
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جسینډا ارډرن د نوموړې د هغه مهم او لوی دریځ له امله چې په دوو جوماتونو له بریدونو رامنځته کیدو وروسته، ونیول ستایل شوې ده.
عامو مسلمانو او نامسلمانو وګړو د اغلې ارډرن خواخوږي او چلند ستایلی دی.
په یادو بریدونو کې تر ۵۰ پورې مسلمانان د لمانځه پرمهال شهیدان شول. لومړۍ وزیرې ددې پیښې له قربانیانو سره داسې نیږدې خواخوږي او چلند وکړ چې د هر ډول تفرقې مخه یې ونیوله.
د نیوزیلنډ په تاریخ کې دې بدې ملي تراژیدۍ نه وروسته هغې ځیني ګامونه پورته کړل؛ په خپل سر د شخصي وسلو ګرځولو بندول، د مسلمانانو ټولنې ته ډاډ ورکول چې دوی د هیواد مهم غړي دي او د پیښې قربانیانو ته لازمه توجو کول، هغه څه ول چې ددې پیښې عاملینو ته تریخ ځواب کیدای شي.
۱- ژر او عاجل د تروریزم غندل، پرته له دې چې چا او د کومې ډلې کار و

داسې ښکاري چې د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې له ۲۴ په کم وخت کې دا تراژیدیک برید د یوه تروریستي عمل په توګه وغنده. هغې وویل:

«هغه (بریدکوونکی) یو تروریست دی. هغه یو مجرم دی. هغه یو افراطي دی. خو کله چې زه خبرې کوم، هغه به بې نومه وي.»

۲- پرته له کوم توپيره، له قرباني شویو خلکو او ډلو سره وخت تیرول او پاتې کیدل
ارډرن له دې امله هم ستایل شوې چې له برید وروسته یې مسلمانانو سره توده خواخوږي وکړه او ورسره یوځای پاتې شوه. وعده یې وکړه چې د ټولو قربانیانو د تدفین لګښت به پرې کړي، له کورنیو سره یې وخت تیر کړ او قربانیانو او مسلمانانو ته د درناوي په پار یې اسلامي حجاب هم وکړ.
هغې پارلمان ته د مسلمانانو په شان روغبر وکړ او ویې ویل:

«السلام علیکم، په تاسې دې هم درود وي او په موږ ټولو هم»

۳- په قربانیانو تاکید، نه په متهم
جسینډا په خپلو خبرو کې د حمله کوونکي نوم وانخیست او له نورو یې هم وغوښتل چې همداسې وکړي. هغې په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل:

«تاسې به هیڅکله له ما د کرایس چرچ د تراژيدۍ رامنځته کوونکي وسله وال تورن کس نوم وانه ورئ. هغه یو تروریست دی. هغه یو مجرم دی… د خلکو لپاره، له تاسې هم هیله لرم چې: د هغو خلکو نومونه په خوله واخلئ، چې په پيښه کې قرباني شوي، دا غوره دي، له هغه نه چې ددوی ژوند یې واخیست.»

۴- د وسلو په اړه مهم او قانوني ګام پورته کول
لومړۍ وزیرې د قانون غږ پورته کړ، هغې وویل د وسلو لرل به بدل شي. ارډرن د شخصي نیمه اتوماتیک وسلو او ټوپکو لرل بند کړل. د نیوزیلنډ لوړپوړو چارواکو وعده ورکړه چې له دې پيښې وروسته د وسلو لرلو اندازه او ډول به خلکو ته روښانه کړي.

ارډرن له قربانیانو سره ژوره خواخوږي وښوده

۵- له ټولنیزو رسنیو یې وغوښتل چې ددې پیښې بد او خطرناک خپاره شوي شیان لرې کړي
هغې د سوشیل میډیا مسوولینو د ګام اخیستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ددې بدې پیښې ټولې ویډیوګانې لري کړي. چې فیسبوک بیا همداسې وکړل او په میلونونو ویډیوګانې یې لرې کړې.
باید وویل شي چې د نیوزیلنډ وروستۍ پیښه د افغانستان ترڅنګ د نړۍ مشرانو وغندله.
هغه افغان چې بریدګر یې وواهه او د نورې مرګ ژوبلې مخه یې ونیوله
دلته د بي بي سي پښتو هغه راپور کټ مټ رالیږدوو چې دې افغان سره له خبرو وروسته یې جوړ کړی:
نیوزیلنډي پولیس وايي، په کرایسټ ‌چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو بریدونو کې د یوه بل مړي په موندل کېدو سره د وژل شویو شمېر ۵۰ کسانو ته ختلی.‌ پولیس وايي باوري دي چې بریدګر برنټون ټرنټ دا برید په یوازې سر کړی دی، خو هغه افغان چې دی یې په دوهم جومات د برید پر مهال له پښو وغورځاوه عبدالعزیز نومېږي.
عبدالعزیز

عبدالعزیز کلونه مخکې له کابله نوي زیلنډ ته ولاړ. دی د برید پر مهال په دوهم جومات (لینوډ) مسجد کې و چې له جوماته بهر یې د خلکو چیغې واورېدلې.
د رپوټونو له مخې کله چې ښاغلي عزیز پوه شو چې پر جومات برید شوی، د کریډت کارت یو ماشین یې راواخیست او بیرون ته ووت. هلته یې پر همدې ماشین برید کوونکی چې غوښتل یې له خپله موټره بل ټوپک راواخلي وویشت. کله چې برید کوونکي پرې ډزې وکړې دی د موټرونو تر منځ ترې پټ شو.
ښاغلی عزیز له خپلو څلورو ماشومانو سره په جومات کې وو. دی ورغی او د برید کوونکي یو ټوپک یې راواخیست، خو مرمۍ پکې نه وې. دی بیا بېرته په برید کوونکي پسې جومات ته دننه ورغی چې بیا ورسره مخ شي.
عبدالعزیز رویټرز خبري آژانس ته کیسه کړې او ویلي یې دي:

“کله یې چې له ټوپک سره ولیدلم، ټوپک یې وغورځاوه او وتښتېد. ما منډه ورپسې واخیستله.”

هغه زیاته کړې “دی (برید کوونکی) خپل موټر ته ولاړ، هلته ناست و، ما یې په خپل ټوپک د موټر په ښیښه ګوزار وکړ، هغه ښکنځلې راته وکړې او له هغه ځایه وتښتېد.”


د لینوډ جومات امام لطیف الابي اې پې اژانس ته وویل که عبدالعزیز له برید ګر سره نه وای مخامخ شوی، نو وېره وه چې د وژل شویو شمېر به نور لا زیات وای.