یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مالي صندوق اټکل کوي، چې د نوې میلادي کال په لومړۍ ورځ به په افغانستان کې د 3227 زیات ماشومان نړۍ ته سترګې پرانیزي.
د افغان ماشومان به په نړۍ کې د 2019 م کال په لومړۍ ورځ د زیږیدونکیو څلور سوه زره ماشومانو برخه وي چې سر له نن څخه به د نړۍ له سړو تودو سره مخ کیږي.
یونیسف وايي، د نوې کال په لومړۍ ورځ په نړۍ کې د نویو زیږیدونکو ماشومانو نژدې سل زره به په جنوبي اسیا کې نړۍ ته راشي. د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، د جنورۍ د میاشتې په لومړۍ نیټه د سه شنبې په ورځ افغانستان کې د 3227 نویو زیږیدونکو ماشومانو سربیره به هندوستان کې 69944، پاکستان کې 15112، بنګله دیش کې 8428، نیپال کې 1591، سریلانکا کې 822، بوتان کې 40 او مالدیف کې به 19 ماشومان نړۍ ته راشي.
یونیسف وايي، د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې ښايي ګڼ نوې زیږیدلي ماشومان ان نوم هم تر لاسه نه کړي ځکه ښايي دوی د خپل ژوند له لومړۍ ورځې څخه ونه وځي.
ددې ادارې په وینا په 2017 م کال کې په ټوله نړۍ کې شا او خوا یو میلون ماشومان په هماغه ورځ چې زیږیدلي، مړه شوي. دوه نیم میلونه نور د ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي، په دې مړو شویو ماشومانو کې ډیر یې د افغانستان په څیر وروسته پاتې هیوادونو کې زیږیدلي ماشومان و چې له داسې سببونو مړه شوي چې مخنیوی یې شونی وو.
د یونسیف ادارې له خلکو غوښتي چې ”راځئ نوی کال په دې هڅه پیل کړو چې هر نوی زیږیدلی ماشوم د ژوندي پاتې کیدو حق ولري او راځئ ماشومانو ته هغه اسانتیاوې برابرې کړو چې د دوی د ژوند له دوام او هوساینې سره مرسته کوي. “