ژباړه: عطا محمد میاخېل
کله چې د یوه نوي مدیر په توګه دنده پیلوئ، ښایي په پیل کې تضادونه رامنځته شي، دا تضادونه تر ډېره، د دې په خاطر رامنځته کېږي، چې مدیر غواړي، خپل اقتدار هغو کارمندانو ته، چې هېڅکله یې له هغوی سره کار نه دی کړی او نه یې پېژني، ثابت کړي.
که چېرې غواړئ، ټیم مو په تاسو باندې باور وکړي او درته درنښت وکړي، نو باید له هغوی سره یوه مسلکي اړیکه رامنځته کړئ او د هغوی له اړتیاوو او لېوالتیاوو سره د یوه کارمند په توګه آشنا شئ. کله چې په شرکت کې نوی رول په غاړه اخلئ او یا یوه نوي شرکت سره یوځای کېږئ، لاندې څلور تګلارې کولای شي، له تاسو سره ډېره زیاته مرسته وکړي، ترڅو له خپل نوي ټیم سره، غوره او شونې همکاري ولرئ:
۱ ـــ د یو په یو لنډو ناستو لپاره پروګرام جوړ کړئ
هڅه وکړئ، چې خپل کارمندان وپېژنئ او د هغوی له کمزور او پیاوړو ټکو او دغه راز د هغوی له موخو او لومړیتوبونو سره آشنا شئ. د یو په یو ناستو په مرسته د خپل ټیم له غړو سره آشنا شئ او له دې لارې کولای شئ، پوه شئ، چې د هغوی د مدیریت کولو لپاره، تر ټولو غوره تګلاره کومه ده.
د High Ground شرکت مؤسس او عامل مدیر Vip Sandhir په دې اړه وایي: له کارمندانو سره د پرله پسې ناستو په جوړولو سره، مدیران کولای شي، دا ثابته کړي، چې د هغوی پرمختګ او پراختیا ته ارزښت ورکوي، دغه راز دا ناستې مدیرانو ته د بدلون او تحول فرصت ورکوي او له دې لارې کولای شي، ډاډ ترلاسه کړي، چې ټول ټیم د یوې ګډې موخې لپاره کار کوي.
۲ ـــ دا مشخصه کړئ، چې د فیډبک د ورکولو او اخیستلو په اړه د کارمندانو نظر څه دی؟
فیډ بکونه کارمندانو ته دا اجازه ورکوي، ترڅو له ځان څخه د مدیر تمې، هغه کارونه، چې په سمه توګه یې د ترسره کولو په حال کې دي او دغه راز هغه کارونه، چې باید پرې تمرکز وکړي، په ښه توګه درک کړي، په داسې حال کې ښایي دا بهیر کارمندانو ته زیان ورسوي، د یوه مدیر په توګه، کولای شئ، د خپلو ټیم نظرونو ته په غوږ نیولو سره، شخړې را کمې کړئ.
Vip Sandhir وایي: د فیډ بک اخیستل د کارمندانو د اړتیاوو پر بنسټ شخصي کړئ، د دې بحثونو په اوږدو کې، مدیران باید دا مشخص کړي، چې هر کارمند، له کومې لارې د فیډ بک له اخیستلو سره لېوالتیا لري، باید په دې اساس خپل مدیریتي سبک تنظیم کړئ.
کله چې فیډ بک ورکوئ، نو ډاډ ترلاسه کړئ، چې مقابل لوری مو پوهېږي، چې تاسو د هغه په تر ټولو غوره لېوالتیاوو باندې هم له کاري پلوه او هم له شخصي پلوه پوهېږئ، دا کار د دې سبب ګرځي، چې کارمندان په چارو باندې لا ډېر پوه شي او هغوی هڅوي، چې خپل فیډ بکونه له نورو سره شریک کړي.
د Vip Sanhir په وینا د کارمندانو لپاره دا فرصت را منځته کړئ، چې د مدیرانو د کړنو په اړه رښتیني فیډ بکونه ورکړي او له دې لارې مدیران کولای شي، د اړتیا په صورت کې اصلاحات را منځته کړي.
Vip Sandhir سپارښتنه کوي، چې له شرکت څخه د کارمندانو د غوښتنو په اړه او دغه راز په کاري بهیر کې د ستونزو په اړه یې له هغوی څخه پوښتنه وکړئ.
Vip Sandhir زیاتوي: د دې لپاره، چې ډاډه شئ، چې کارمندان د خپلو کړنو او ستاسو د پرمختګونو په اړه د فیډ بکونو په وړاندې کولو کې د ناظر په توګه د هوساینې احساس کوي، نو هڅه وکړئ، چې د یوه روزنکي په توګه چلند وکړئ، نه د یوه دیکتاتور په توګه.
۳ ـــ پرانیستې خبرې ولرئ
پرانیستې خبرې د نویو نظریو او همکارۍ د ټینګښت سبب ګرځي، چې د هر ټیم لپاره حیاتي ارزښت لري. هر شخص باید داسې احساس وکړي، چې مقام ته یې په نه پاملرنې سره، په شرکت کې ارزښت لري او خبرو ته یې غوږ نیول کېږي.
Vip Sandhir په دې اړه وایي: د دې موضوع د رامنځته کولو په برخه کې، دا ډېر ستر او مهم ګام دی، چې نوی مدیر یوازې د څارنې مسؤول نه دی، بلکې د ټیم د غړو له ودې او مسلکي پرمختګ څخه ننګه کوونکی او دفاع کوونکی دی.
۴ ـــ شته خنډونه وسنجوئ او د حل لارې ورته پیدا کړئ
د یوه نوي مدیر په توګه ښایي د نیمګړتیاوو او شکایتونو په خاطر د ناهیلۍ احساس وکړئ، خو مهمه داده، چې په شته ستونزو باندې اعتراف وکړئ او د حل کولو لپاره یې له خپل ټیم سره همکاري وکړئ.
د Vip Sandhir په وینا مدیران ځانونه په داسې شرایطو کې نه میشتوي، چې له جدي ستونزو سره لاس و ګرېوان شي، سره له دې هم، که چېرې هغوی په یوه ټیم کې په ناڅاپي توګه له ستونزو سره مخ شي، په حقیقت کې ښایي دا یو امتیاز او غوره والی وي. نوي مدیران، د نوې دندې په پیلولو سره، کولای شي، د ستونزو په اړه په رښتینې توګه پوښتنې وکړي.
له خپلو همکارانو څخه د ملاتړ او لارښوونې غوښتلو څخه وېره مه لرئ، تر هرڅه مخکې تاسو یو ټیم یاست.