لیکنه: قسیم هلال
د اسلحې سترې کمپنۍ کلاشنکوف چې ای کی ۴۷ کلاشنکوف یې نړۍ ته وړاندې کړی و، د لومړي ځل لپاره داسې کار وکړ چې خلک یې حیران کړل.
کلاشنکوف ویبپاڼې لیکي په مسکو کې کیدونکې دفاعي نندارتون ( ډیفنس ایکسپو) ته کلاشنکوف کمپنۍ د نوې اسلحې په ځای یو نوی برقي موټر نندارې ته وړاندې کړ چې ټول ګډونوال یې حیران کړل، د پیټرول، ډیزل او سي این جي چلیدونکي موټرې خو ټولو لیدلې وې خو د برقي موټر په لیدو ټول حیران شول.
دې ته هم خلک حیران ول چې د وسلې یوه ستر شرکت د اسلحې په دفاعی نندارتون کې د اسلحې په ځای یو بل څه نندارې ته وړاندې کوي.
دغه برقي موټر (الکټریک سوپر) نومیږي چې د ۱۹۷۰م میلادي کال یو مشهور روسي موټر ماډل (IZH-Kombi ) شکل ورته ورکړل شوی.
که چیرې د لومړي ځل لپاره یو څوک دغه برقي موټر وګوري داسې فکر به وکړي چې د پخوانۍ زمانې یو یادګاري موټر دی، خو چې داخل یې وویني فکر به یې هم رانشي چې په دومره پرمختللی سیستم سمبال موټر به وي.
کلاشنکوف ویب پاڼې د دغه برقي موټر ځینې خصوصیات خپاره کړي چې پکې د نوي برقي الاتو استعمالولو یادونه شوې، دغه موټر په یو ځل چارج کېدو سره تر ۳۵۰ کیلومترو فاصله وهلی شي.
همدا رنګه کلاشنکوف کمپنۍ دا ادعا هم کوي چې دغه برقي موټر به په ټوله نړۍ کې محبوبیت ولري او له هر ځایه به یې خلک وپیري دغه برقي موټر به تر اوسنیو نوو ماډلو موټر په ښه خصوصیاتو سمبال وي. دوی زیاتوي د هغو کمپنیو کاروبار به د دغې موټر له راوتلو سره خراب شي کوم چې خلکو ته په کرایه موټرې ورکوي.
د دغه برقي موټر بیه تر اوسه نده اعلان شوې، خو ویل کیږي په ټیټه بیه به دغه برقي موټرې بازار ته وړاندې شي.