نېدرلېنډ د غوراوي جام سیالیو اتل شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د غوراوي جام سیالۍ چې د تېرې اکټوبر میاشتې په ۱۸ مه نېټه د ۱۴ لوبډلو په ګډون په عربي متحده اماراتو کې پیل شوې وې؛ پرون د نومبر په دوهمه نېټه یې اتلولي نېدرلېنډ یوړه.
۱۴ سیالې لوبډلې په دوه ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.
په ای ګروپ کې پاپوا نیوګیني، نېدرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ، کینیا، سېنګاپور او برموډا شامل وو.
په بي ګروپ کې بیا ایرلېنډ، عمان، عربي متحده امارات، کاناډا، هانکانګ، جرسي او نایجیریا ولوبېدل.
نېدرلېنډ، پاپوا نیوګیني، ایرلېنډ، نمېبیا، سکاټلېنډ او عُمان نړیوال جام ته لاره پېدا کړه.
د کوالیفای جام ټورنمنټ کې ټولې ۵۱ لوبې وشوې، ۱۶ ورځې یې دوام وکړ او نېدرلېنډ د دریم ځل لپاره د دغه ډول سیالیو اتلولي اخلي.
ایرلېنډ بیا دریم مقام ترلاسه کړ او نمېبیا بیا څلورم نمبر شوه، سکاټلېنډ پنځم شو او عُمان بیا شپږم مقام واخېست.
تېره ورځ د نومبر په دوهمه نېټه ایرلېنډ نمېبیا ته په ۲۷ منډو ماته ورکړه.
پایلوبه بیا د پاپوا نیوګیني او نېدرلېنډ ترمنځ وشوه، پاپوا نیوګیني د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې وکړې او نېدرلېنډ ته یې ۱۲۹ منډې هدف ورکړ.

نېدرلېنډ دا هدف په ۱۹ اورونوکې د ۳ وېکټو په نقصان سره پوره کړ او پاپوا نیوګیني ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه.
د اتلولۍ جام نېدرلېنډ واخېست.
نړیوال شل اوریز جام د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه په اسټرالیا کې پېلېږي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.
دې جام کې به ټولې ۴۵ لوبې وشي او ۱۶ لوبډلې به پکې برخوالې وي.
۲۰۱۶ م کال کې د دې جام اتلولي ویسټ انډیز ګټلې او ۲۰۲۰ م کال کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.