اشیش نِهرا وايي، روهیت شرما له ویرات کولي تکړه دی او باید ځای ناستی یې شي !

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د هندۍ لوبډلې چټک کیڼ لاسي بالر اشیش نِهرا دا ځل د روهېت شرما صفت کړی دی. نوموړي ویلي دي، چې روهېت شرما په شل اوریزه لوبو کې د هندوستان لپاره همېشه مخکښ توپ وهونکی دی او باید نوموړی د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر شي.
نِهرا د استدلال په ډول ویلي دي، چې په يوولس لوبو کې روهېت شرما لوبېدلی ښه توپ وهنه یې کړې، چې له همدې امله هندوستان په وروستیو ۱۱ شل اوریزه لوبو کې ۱۰ ګټلي دي.
هندوستانۍ لوبډلې په اکټوبر او نومبر میاشتو کې له ویسټ انډیزسره د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو لړۍ درلوده، چې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هندوستان وګټله او د شل اوریزه لوبو په اوږدو کې روهېت شرما په خپلې سلیزې سره د څلورو شل اوریزه لوبو سلیزو ریکارډ جوړ کړ، نوموړی د نړۍ په کچه لومړنی توپ وهونکی شو، چې په شل اوریزه لوبوکې څلور سلیزې وهي.
هغه د ویسټ انډیزخلاف یوه لوبه کې ۱۱۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او ۶۱ توپونه یې ولوبول. روهېت شرما په ۲۰۱۵ م کال کې د سهیلي افریقا خلاف سلیزه وهلې وه، بله سلیزه یې په ۲۰۱۷ م کال کې د سریلانکا خلاف وهلې وه، دریمه سلیزه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د انګلستان خلاف او څلورمه سلیزه یې په ۲۰۱۸ م کال نومبر کې د ویسټ انډیز خلاف ووهله.
تر دې وړاندې روهېت شرما د نړۍ په کچه په ۸۲ یو ورځنیو لوبوکې ۲۰۰ شپږیزې وهلي دي. چې د شاهد افریدي ریکارډ یې هم مات کړ.
نِهرا ویلي روهېت شرما چې تر دې دمه لوبډله رهبري کړې او لوبډلمشري یې کړې ده، تر اوسه یې هیڅ تېروتنه نه ده کړې او لوبډله یې ډېره ښه رهبري کړې ده.
بل پلو یې د هغه په ښه فوم او فېټنېس باندې هم خبره کړې ده، چې نوموړی اوس ښه فوم کې دی او ښه توپ وهنه کوي.

د سریلانکا، بنګله دېش او هندوستان ترمنځ درې اړخیز شل اوریز سیریز د ۲۰۱۸ م کال په لومړیو کې د روهېت شرما په لوبډلمشرۍ په سریلانکا کې ترسره شو، چې دغه سیریز هندوستان وګاټه. دا جام د نداهاس ټرافي تر عنوان لاندې ترسره شوی و.
روهېت شرما نه یواځې دا چې ښه توپ وهنه یې کړې ده، بلکې د لوبډلې په لارښوونه کې یې د ویرات کولي ملا ورتړلې او مرستندویه ورسره پاتې شوی دی.
د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو اتلولي د اووم ځل لپاره هندوستان وګټله، چې دا ځل د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر روهېت شرما و.
نِهرا ویلي ویرات کولي هم ښه لوبغاړی دی، خو شل اوریزه لوبو کې بیا روهېت شرما هېټ مېن یا بې رحمه توپ وهونکی دی، چې تل یې د لوبډلې لپاره په اوپننګ برخه کې ښې لاسته روړنې لرلي دي.
اشیش نِهرا دغه څرګندونې د کرکټ نېکسټ په نامه یوې رسنۍ ته کړي دي.
نِهرا ویلي زه فکر نه کوم، چې ویرات کولي دې په خپله خوښه د شل اوریزه لوبو لوبډلمشري پرېږدي، مګر کرکټ داسې یوه لوبه ښایي چې ویرات کولي یو یا دوه کاله وروسته ووایي، چې زه یواځې د ټېسټ لوبو لوبډلمشري کوم او بس.
اشیش نِهرا زیاته کړې دا زما په واک کې نه دي، چې زه ووایم ویرات کولي د شل اوریزه لوبو لوبډلمشرۍ ته برابر نه دی، بلکې دا د غوراوي کمېټې د مشر پرېکړه ده، چې کوي یې.