که منفي فکر کوئ، نو له پرمختګه هم لاس ووینځئ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د قسیم هلال لیکنه
هر څه ته له منفي زاویې مه ګورئ، که مو هر څه منفي ارزول، پوه شئ، چې تاسې پرمختګ نشئ کولای، ددې ډول خلکو بدګڼه داده، چې دوی بیا پدې فکر وي، چې زه هیڅ نشم کولای، څو یې پر مټ ځان او خلکو ته ګټه واړوم.
دوی بیا تل له منفي نظریاتو سره مخ ته ځي، چې د ټولنې نور وګړي یې هم له منفي فکره برخمن کیږي، دا ډول خلک په یو نه؛ یو ډول ناروغۍ اخته دي، چې ښه فعالیتونه هم ناسم بولي او ناسم هم ناسم! د دوی هڅه دا وي چې پر ښو فعالیتونو یې نظر مثبت وي؛ خو د دوی مثبت نظر هم د منفي اړخ تر تاثیر لاندې وي.
دوی همېش بې زړه وي، د چارو د ښه ترسره کولو وړتیا لري؛ خو ځان ناتوانه احساسوي، پوهیږئ ولې؟ ځکه دوی تل د منفي فکر لرونکي دي.
دوی تل داسې نه وي، د دوی فکر حتمي بدلیږي؛ خو چې د لید ساحه پراخه کړي، له بېلا بېلو خلکو سره په ناسته او ولاړه د دوی منفي فکر ژر له منځه تلای شي.
له منفي فکره د اوښتو یوه بله لاره دا هم ده، چې دوی دې نور هر څه د مثبت اړخ له لوري وارزوي، منفي اړخ دې نورو شنونکو ته پریږدي، دوی دې تر یو څه وخته هر څه ته له مثبت اړخه وګوري.
هو، ښايي په لومړیو څو ورځو یا اوونیو کې یې دا کړنه د سر دردي لامل شي؛ خو د وخت په تېرېدو سره دوی بیا بېرته عادي حالت ته راګرځي، د دوی ذهن بیا د ښو او بدو تفکیک په اسانۍ سره کولای شي او تر ټولو ښه یې داده، چې ترڅنګ یې نور خلک هم له کړنو مثبت تاثیر اخلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.