په کارابين ليګ کې د نوين الحق ځلېدل،تېره شپه يې څلور ويکټې اخيستي

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت
نوين الحق تېره شپه د راشدخان لوبډله له پښو وغورځوله.
د کارابين لېګ ۲۲مه لوبه د بربادوس ټريډينټز او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ وه.
د لوبې پچه د راشد لوبډلي “بربادوس” وګټله او ګيانا امازون لوبډلي ته يې په ټولو ويکټو يوازي ۹۲ منډي هدف ورکړ.
تر ټولو ډېر منډي ورته سنټنر وکړې چي ۳۶ وې او ورپسې راشدخان ۱۹ منډي وکړې.

امازون لوبډلي هدف د کينګ په نيمه سليزې سره د ۸ ويکټو په توپير پوره کړ،که څه هم راشدخان يوه ويکټه واخيسته.
افغان تېز توپ اچوونکي نوين الحق وکولای سوه چې يوازي د ۱۴ منډو په ورکولو سره په څلورو اوورونو کې ۴ ويکټي ترلاسه کړي.
مايرز،نرس، ريفر او راشدخان هغه توپوهونکي وه چې د نوين الحق وسوځوله او د لوبې د غوره لوبغاړې جائزه يې هم وګټله.

دا لومړی ځل دی چې يو افغان تېز توپ اچوونکی په يو بهرني تجارتي لېګ کې دومره ښه ځليږي که څه هم سپينران مو په هر هيواد کې تر هرچا غوره دي.
د نوين الحق لوبه په ټولنيزه رسنيو کې د افغانانو ترڅنګ د کريکټ مبصرينو او نړيوالو کريکټرانو خورا ستايلې ده.
نوين په ۲۰۱۸ز کې د ۱۹ کلنو په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر وو چې اوس د افغان ملي لوبډلې توپ اچوونکی دی.