راپور: بشر درویش
افغان ولسمشر پرون شنبه ماسپښین افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سره وکتل.
د راپورونو پر اساس؛ ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماسپښین په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو سره وکتل.
ارګ ویلي دې ناسته کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم برخه اخیستې وه.
سرچینې ویلي؛ دواړو لورو د سولې پروسې، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز، او د افغان حکومت برنامې، په ځانګړي توګه د سولې په برخه کې د ناټو د ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي پونټیکورو د افغانستان د امنیت او دوامدار ثبات ملاتړ لپاره د ناتو قوي ژمنې تکرار کړې او وویل چې ناټو به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دا پر داسې مهال ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له مخې به امریکايي ځواکونو په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي.
بل پلو؛ د هوکړې یوه برخه د سولې بین الافغاني خبرې دي چې تر اوسه نه دي پیل شو او دواړه خواوې پر یو بل سره تورونه لګوي.
پرون تازه د افغانستان حکومت ویلي چې طالبان په یوه او بله بهانه د سولې خبره ځنډوي او په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته ورته نیسي.
له هر څه سره سره تر اوسه معلومه نه ده چې د سولې بین الافغاني مذاکرات به کله پلیږي او تر کومه وخته به دوام کوي.