پاکستانی ناصر جمشید د رشوت له امله بندي شوی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ناصر چې د پاکستان لپاره یې په ۶۸ نړیوالو لوبو کې برخه اخېستې، اوس رشوت او لوبه کې د جوړجاړي له امله په بند محکوم شوی.
ناصر جمشېد د پاکستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د لوبې د جوړجاړي په تور له لوبو محرم شوی او په بند هم محکوم شوي.

له ناصر جمشید سره دوه مسلمان انګلستانیان یوسف انور او محمداعجاز هم تر څېړنو لاندې نیول کېږي.
ددوی قضیې به په انګلستان کې بررسي شي.
له دې وړاندې په ۲۰۱۰ م کال کې د انګلستان خلاف ټېسټ لوبه کې پنځه پاکستاني لوبغاړي د رشوت په جرم نیول شوي وو.
ناصر جمشید او دوه نور ورسره کسان به د ۲۰۱۹ م کال په جنوري میاشت کې د انګلستان هېواد په مانچېسټر ښارکې محکمې ته حاضر شي، محکمه به د جنوري په ۱۵ مه نېټه ترسره شي؛ دوی په ۲۰۱۷ م کال کې د پولیسو له خوا نیول شوي وو.
ناصر جمشید لس کاله له لوبو محروم شوی دی.
د جمشید سربېره پاکستانی خالد لطیف او شرجیل خان هم د پاکستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د مېچ فېکسېنګ له امله له لوبو محروم شوي دي.
شرجیل جان او خالد لطیف پنځه، پنځه کاله له لوبو منع شويدي. جمشید د روان کال په اګسټ میاشت کې له لوبو لرې کړل شو.
ناصر جمشید په ۲۰۰۸ م کال د پاکستان لپاره د زِمبابوې پر وړاندې پیل وکړ.

په ۲۰۱۳ م کال کې یې د هندوستان خلاف لوبلړۍ کې درې سلیزې ووهلې او د پاکستان په بریا کې یې بریالی رول لوبولی و.
د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام څخه وروسته د کمزورو لوبو کولو له امله د کرکټ له پامه وغورځېد او په ډېری لوبو کې وانخېستل شو.
ناصر جمشېد ولې انګلستان کې محاکمه کېږي؟
انګلستان کې د ناصر جمشېد محکمه څو علتونه لري، اول دا چې نوموړی د انګلستان په ویسټ مېډلېنډز سیمه کې اوسېږي، دوهم دا چې هغه سره دوه انګلستانیان هم په انګلستان کې محکمه کېږي، بل دا چې د کرکټ کوچني جرمونه لکه لفظي شخړې او نور په کور دننه کرکټ بورډ او اړوند محکمې یې مخته وړي؛ خو لویې او درنې کرکټ قضیې بیا انګلستان کې د کرکټ نړیوالې محکمې او د برېتانیا محکمه کې حل کېږي
.
د ناصر جمشېد جرم درې بعدونه لري، د پاکستان په داخلي کرکټ لیګ کې په درغلۍ تورن شوی، بل دا چې دوه انګلستانیان بیا ورسره د بنګله دېش او پاکستان په ګډې همکارۍ یوه لوبه کې ناصر جمشېد په درغلۍ تورن شوی دی.
ناصر جمشېد زوکړه:

ناصر جمشید په ۱۹۸۹ م کال کې د ډېمسبرپه ۶ مه نېټه د پاکستان په لاهور ښار کې زېږېدلی دی، اوسمهال ۲۹ کاله عمر لري.
۴۸ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۴۱۸ منډې کړي یوه لوبه کې یې ۱۱۲ لوړې منډې دي او په یو ورځنیو لوبوکې یې درې سلیزې او ۸ پنځوسیزې وهلي دي.
اتلس شل اوریزو لوبو کې یې ۳۶۳ منډې کړي، چې دوه نیمه سلیزې یې پکې جوړې کړي دي؛ په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۵۶ دي.
ناصرجمشېد کیڼ لاسی پیلوونکی لوبغاړی دی.