خبريال: مدثر دعوت
د باليووډ سېنما مشهور لوبغاړي نصرالدين شاه د باليووډ د راتلونکي په اړه جالبه وړاندوينه کړې.
نصرالدين شاه ويلي چې تر راتلونکو ۲۵ کلونو پورې به هيڅ سينمايي سالون پاته نسي.
د کرونا وېروس چې په ټوله نړۍ کې د سېنما کارونه، سالونونه تفريحي ځايونه او د تياتير ځايونه وتړله ،اوس يې انټرنيټي څېره خپله کړې.
اوسمهال په نړۍ کې مشهوري سېنماوي خپل ټول توليدات د انټرنيټ له لارې خپروي،فلمونه،سريالونه او نور د زده کړو مواد په انلاين ډول خلکو ته وړاندي کېږي.
په همدې حال کې د فلمونو اکثرو جوړوونکو کمپنيو انټرنيټ ته مخه او ددې لاري خپل فلمونه ريلېز کوي.
نصرالدين شاه چې د باليووډ سېنما يو مشهور لوبغاړی دی او په سلګونو فلمونو کې يې رول لوبولی په همدې اړه او د هندي سېنما د راتلونکي په اړه يې خبري کړي.
ده د انټرنيټ له لارې د فلمونو د خپرېدو په اړه وويل: ” زما په نظر تر راتلونکو ۲۵ کلونو کې به د فلمونو د خپرېدو لپاره د سېنما هيڅ ډول سالون وجود ونلري او ټول فلمونه به د انټرنيټ له لارې خپريږي،سېنماوي به په پلورنځيو او رسټورانټونو بدلي سي او ټول خلک به په خپلو کورونو کې فلمونه ګوري”.
د يادولو وړه ده چې نصرالدين شاه په يوه هندي سريال کې چي د بنديش بنډيټز په نامه دی او نن پيل کېږي د سندرغاړي رول لري چې د امازون کمپنۍ له لارې به په انلاين ډول خپرېږي.
نصرالدين شاه ۷۰ کلن دی، دوه ځلي يې د فلمفير جايزه ګټلې ،د هند د ملي ايوارډونو په شمول يې نورې معتبرې جائزې هم ګټلي دي.