یاران سپورټس
د کرکټ نړیوالې شورا د مې په ۲۸مه د پنجشنبې پر ورځ له غړو هېوادونو او اړوند بنسټونو سره یوه ویډیویي غونډه لرله او د نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اړه یې نظرونه شریک کړل.
د کرکټ نړیواله شورا بریالۍ نه شوه، چې د نړیوال جام په اړه دې غونډه کې خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي او د جون په لسمه نېټه به په دې اړه بیا غونډه کېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د غړو هېوادونو نظرونه او اندېښنې یې واورېدې، خو په دې ټولو اړخونو به د جون په لسمه بیا غونډه جوړېږي او ښایي وروستۍ پرېکړه وشي.
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي چې د جون په لسمه به د کرونا ویروس تهدید، مالي امکانات، تدابیر، شونتیاوې او هر څه و ارزوي.
د کرکټ نړیواله شورا مجبوره ده، چې د کرکټ د بیا پیل لپاره خپل وړاندیزونه هم ترتیب کړي چې د کرکټ د بیا پیل لپاره څه پلانونه لري.
دا چې په نړۍ کې د کرکټ لوبډلو ټول سفرونه ځنډول شوي، نو د کرکټ نړیوالې شورا ته پکار ده، چې د لوبډلو په راتلونکو سفرونو او لوبلړیو غور وکړي، د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د کمېټې لخوا آی سي سي ته دنده سپارل شوې، ده چې راتلونکي د کرونا ویروس د تهدید کچه هم په پام کې ونیسي او یو مناسب پلان باندې کار وکړي.
د کمېټې د غړو لخوا پر دې هم بحث وشو، چې ایا نړیوال جام به وځنډول شي او کنه؟
خو بورډ به ۱۱ ورځې وروسته د جون په لسمه خپله پرېکړه په یوه بله غونډه کې وکړي.
که د کرونا ویروس وېره نه وي، نو د اکټوبر په ۱۸مه به نړیوال شل اوریز جام د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو په شمول په اسټرالیا کې پیل شي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې به دوام وکړي.
که شونتیا وي سږ کال به د نړیوال شل اوریز جام اووم پړاو ترسره شي او ویسټ انډیز به له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.