جلال اباد کې د حق غوښتنې خیمه: د حکومت چوپتیا او د ولس چغه !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: غازي عابد
په لغمان او ننګرهار د اوږده مهال لپاره د برښنا پرې کیدل او له ننګرهاره د نړیوال اسلامي پوهنتون د انتقال پریکړې، مدني فعالان او ځوانان مجبور کړل چې مدني حرکتونه پیل کړي او لومړی د حق غوښتنې خیمه ووهي.
دا خیمه شا او خوا یوه اوونۍ کیږي چې وهل شوې، شپه او ورځ په کې ګڼ ځوانان راټول وي او د حق غوښتلو لپاره دا مدني حرکت ګرم ساتي.

د فعالانو په وینا؛ د برښنا په اړه د ننګرهار، لغمان چارواکو او مرکزي حکومت له اوږدې بې غورۍ او تر څنګ یې د نړیوال اسلامي پوهنتون په اړه د ډاډ نه ترلاسه کولو وروسته خیمه وهلې.
ننګرهار کې مدني فعال او د پرلت تنظیموونکی برهان سیرت وايي، د برښنا په اړه ورسره چارواکو غولوونکې وعدې وکړې، خو عملي نه شوې، تر څنګ دی وايي کله یې چې پرلت پیلوو، نو د مشورو او خبرو لپاره یې ولایتي چارواکي ور بللي ول، خو ورنغلل.

«وړمه شپه د ولایت امنیتي مسوولینو هڅه وکړه چې خیمه ټوله کړي، خو بریالي نه شول، هغوی ویل چې خیمه له دې ځایه ټوله کړئ او بادپښت ته ورشئ، خو زموږ ځواب دا و چې بادپښت ته تګ زموږ مسوولیت نه، بلکې د حکومت دی، که داسې نه وي، نو بیا حکومت څه شی شو، خپل حق غواړو، باید رایې کړئ.»

ددې خیمې بل تنظیموونکی او ننګرهار کې د ځوان ټولنیز بنسټ مرستیال خُبیب امیري وايي، د پرلت اساسي موخې معلومې دي چې د برښنا ستونزې دایمي حل او نړیوال اسلامي پوهنتون د انتقال په اړه د شوې پریکړه بیرته اخیستل دي.

دی زیاتوي؛ فعالان او ځوانان د ولس د حقونو لپاره راوتلي او تر هغې به مبارزه کوي چې د ولس حقوق تامین شي. امیري په نورو ننګرهاریانو هم غږ کوي چې شریک غږ ورسره بدرګه کړي او پرینږدې چې له ننګرهار او ټول مشرقي سره توپیري چلند وشي.

«چوپ نه پاتې کیږو، بلکې خپل حق غواړو.»

د همدې پرلت یو بل مشر تنظیموونکی نوراغا ځواک یاران ته وویل چې یو څه مثبت قدمونه پورته شوي او ممکن په لنډ مهال کې د برښنا ستونزه حل شي، خو وايي، خیمه یې به یې تر هغې وي چې ستونزې واقعاً حل شوي نه وي.

«له مرکزي حکومت سره هم خبرې شوي، خو خیمه به ولاړه وي، غواړو عمل کې اقدامات ووینو او ددې ډاډه هم ترلاسه کړو چې ننګرهار ته ورکړل شوی حق نه اخیستل کیږي.»

بادپښت کې پرې شوې برښنا
تقریبا شا او خوا یوه میاشت کیږي چې په لغمان او جلال اباد د لغمان په بادپښت سیمه کې برښنا پرې شوې.
ویل کیږي د برښنا پرې کوونکي د طالب وسله والې ډلې غړي دي، چې د ځانګړو پیسو په بدل کې برښنا خوشې کیدل غواړي، ځکه له دې وړاندې هم دا ډول باجونه ورکړل شوي دي.
په حکومت نیوکه کیږي چې په یوه وړه سیمه کې د یوې وسله والې ډلې مخه نه شي نیولی او په دومره اوږده موده کې یې هم برښنا پرې کوونکو چاره ونه شوه کړای.

ترڅنګ؛ فعالان په دې هم ټینګار کوي چې د برښنا لاین لاره دې بدله او د کابل – جلال اباد په عمومي سړک دې مزي راوتړل شي، څو دا ستونزه دایمي حل شي.
د ولایتي ادارې ځواب
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي یاران ته وویل چې د خلکو او علماء‌ کرامو د هلو ځلو په پایله کې ډیر احتمال شته چې لنډ وخت کې د برښنا مزي وتړل شي او ستونزه حل شي.

نړیوال اسلامي پوهنتون
څو کاله وړاندې په ننګرهار کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړولو اوازه خپره شوه، چې بیا ورته د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ په سیمه کې زر جریبه سیمه ځانګړې شوه.
له هغه وخته تر اوسه د پوهنتون خبره همداسې غلې پاتې وه، خو په اړه یې وروسته له هغې تاوده غبرګونونه راوپاریدل چې د حکومت له لورې کابل ته د پوهنتون د لیږد د تصمیم خبره ښکاره شوه.
فعالان وايي، د پوهنتون لپاره ځانګړې شوې سیمه کې سنګ کارې شوې او په لکونو ډالر هم پرې لګیدلي.
دا چې ننګرهار کې ددې پوهنتون د جوړیدو او بیرته د انتقالیدو کیسه څه ډول ده، لیکوال وحیدالله مصلح یې په لاندې تفصیله لیکنه کې داسې بولي: