جلال اباد که دویمه باړه؛ وژنې او نور جرمونه اوج ته رسیدلي، خو څه کول په کار دي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ولایتي اداره د سیمه ییزې حکومتولۍ مهم بنسټ دی، چې والي يې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه، مشري کوي او مرکزي حکومت ته لومړی درجه مسؤل شخص دی.
د غوره سیمه ییزي حکومتولۍ دنده یواځې دا نه ده، چې ولایتي اداره دې ځينې لومړني خدمات ګوډ و مات د عامو خلکو لپاره مدیرت او وړاندې کړي؛ بلکې غوره سیمه ییزه حکومتولي، په ولایتي کچه د خلکو د سر و مال خوندي کول دي؛ خلکو ته په ولسواکو پریکړو یا (ډیموکراتیک ډیسژنس) کې د ګډون زمینه برابرول دي؛ د اقتصادي ودي او کاروباري بازار ایجاد او تدوام دی، او په ټوله کې د ولسي خلکو د ژوند د سطحې لوړول دي.
ددې تعریف په اساس، د ننګرهار ولایتي اداره او د هیواد سیمه ییزه حکومتولي ناکامه او شړیدلې ده. والي د ولایتي ادارې د مشر په توګه له ټولو ملکي او نظامي اداراتو څخه د څار، ارزونې او راپور اخیستلو مسؤلیت لري. نظامي جوړښتونه او ادارې که څه هم له تخنیکي پلوه له مرکزي حکومت څخه مشوره اخلي؛ خو خپل ټول کارونه دلته د ولایتي ادارې سره په همغږۍ ترسره کوي.
والي صلاحیت لري، چې ولایتي نظامي چارواکي وننګوي او په چارو کې د موثریت او پرمختګ په تړاو پرې فشار راوړي. که نظامي چارواکي بې پروايي کوي، او ولایتي ادارې سره همغږي نکوي، والي باید مرکزي حکومت ته شکایت وکړي.
امنیت د لومړنۍ اړتیا په توګه
د ابراهم ماسلو Abraham Maslowد ضرورتونو د هرم په اساس، خوندیتوب د انسان لپاره د خوراک او څښاک وروسته، مهم او اړین ضرورت دی. د ننګرهار په څیر ولایت کې، چې وژنې، تښتوونې، غلاوې او باجګیري پکې اوج ته رسیدلې، خوندیتوب (امنیت) اوس ان له ډوډۍ هم اړین بلل کیږي.
حکومت (مرکزي او سیمه ییز) دنده لري، چې د خلکو سر او مال خوندي کړي؛ خو د ننګرهار ولایتي اداره د ولایت په څو مترۍ او د پولیس د چیک پواینټ سره خوله په خوله د ولسي وګړو سر نشي ساتلای.
د جلال اباد په ښار کې وروستیو هدفي وژنو ښاریان اندیښمن کړي، او ولایتي اداره په بې غورۍ تورنوي. غلاوې او باج ګیریو د پانګوالو ژوند او سرمایه له ګواښ سره مخ کړې او ګڼ شمیر سوداګر د نورې پانګونې لپاره زړه نه ښه کوي.
همدا نن سهار تالاشۍ څوک ته څیرمه د پولیسو په څو مترۍ کې یو عادي صراف نامعلوملو وسله والو په ډزو وویشته او وتښتیده. څو ورځې وړاندې یو کوچنی د کرکټ اکاډمې محصل غلو وتښتو او بیا یې تښتونکو د هغه کوچني (احمد قریشي) یوه ویډیو خپره کړه چې نوموړی په کې له خپلې کورنۍ غواړي، څو تښتونکو ته پیسې ورکړي او دی دې خوشې کړي.

له هغې وړاندې، تالاشې څوک ته څیرمه د پچیر اګام ولسوالۍ یو مخور سره له دوه نورو کسانو نامعلوملو وسله والو په ډزو ووژل او وتښتیدل.
دا ټول د ولایتي ادارې تر سترګو لاندې تیریږي، خو په مخنیوي کې يې پاتې راغلي. پوښتنه داده، چې که ولایتي اداره د جلال اباد د یوه لویشت ښار امنیت نشي ټینګولای؛ د پسرلې په راتلو سره به دوې د ننګرهار د ولسوالیو امنیت څنګه خوندي کړي؟!
د ننګرهار والي چې د ولایتي حکومت د مرکزي مشر په توګه د خلکو د امنیت مسؤلیت لري، خپله ټوله انرژي د ریکشو او هډو په تنظیم او فعالینو سره په فیسبوک کې په نانندرو مصرفوي. که څه هم د ښاري نظم برابرول هم ضرور دي، خو لومړیتوب دا دی چې وینه ودرول شي.
محترم والي شاه محمود میاخیل بې له شکه چې د هیواد علمي او فرهنګي سټه ده؛ خو ما ته څه چې اکثره ننګرهاریانو د ننګرهار ولایت لپاره مناسب کس نه ښکاري. ځکه له وروستي وضعیت همداسې ښکاري چې والي صیب مدیریت کې کمزوری دی.
ننګرهار ته څه ډول والي پکار دی؟
د ننګرهار کنټیکسټ او ولس ته په کتو، د ننګرهار لپاره داسې یو والي پکار دی، چې په ولسي ډیموکراسۍ او جوړښتونو بلد وي؛ د ننګرهار د جعرافیوي سیاست او موسمي بدلونو سره اشنا وي، او په ټوله کې قاطع او پریکنده کس وي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل

د ننګرهار اوسنی والي تر ډیره د عدم تشدد د لارې ملګری دی، او ددې په ځای چې پولیس مجرمین ونیسي؛ بندیان يې کړي او قانون تطبیق کړي؛ نوموړي ته د ګاندي په څیر پولیس ډاکټران ښکاري او کله پرې د ښار پوډریان ښکته ځغلوي او کله پورته.
د ننګرهار د اوسني وضعیت د کنټرول لپاره پریکنده او مافیا ضد والي پکار دی، چې له مرکزه قوي ملاتړ جلب کړي او پرته له کوم جوړ جاړي د قانون حاکمیت ته کار وکړي.
امنیت د خلکو لپاره تر بل هر څه مهم دی، او ښاریان باید د ښار په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار وکړي. والي باید د ننګرهار د ترافیکي تنظیم او فیسبوکي نانندریو پر ځای، د ملي امنیت غوږونه تاو کړي او له امنیتي ځواکونو سره دې په دومداره همغږۍ د ښار امنیت تامین کړي.
عامو خلکو او مدني مدني بنسټونو ته پکار ده، چې د حکومت سره د امنیت په تامین کې همکاري وکړي او په وخت د واقعو په مخنیوي کې مرسته وکړي.