په څلور ورځینو لوبو کې نجیب ترکي د نړۍ په کچه دریم ریکارډ جوړ کړ

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نجیب ترکی چې ۲۸ کاله عمر لري په شل اوریزو لوبو کې تکړه لوبغاړی دی.
ترکی چې اوس تازه د افغانستان په کورنیو څلور ورځنیو ټېسټ احمدشاه ابدالي سیالیوکې د سپین غر په ګټه ولوبېد په ۱۴ مه لوبه کې یې په خپلې شاندارې لوبې د ریکارډ بنسټ کېښود.
ترکی د نړۍ په کچه دریم لوبغاړی شو، چې یوه پاڼۍ کې په یواځې ځان زیاتې شپږیزې وهي.
دا دوهم افغان لوبغاړی دی، چې د شپږیزو ریکارډ جوړوي.
په فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیوکې د زیاتو شپږیزو لومړی مقام له نیوزیلېنډي کیڼ لاسي توپ وهونکي کولېن منرو سره دی، هغه په یوه کورنۍ فرسټ کلاس سیالۍ کې ۲۳ شپږیزې وهلي دي او په یواځې ځان یې ۲۸۱ منډې کړي دي.
کولېن منرو اوس په شل اوریزو لوبو کې تر بابراعظم وروسته دوهم غوره لوبغاړی دی.
نوموړی اوس هم د نیوزیلېنډ لپاره اوپننګ کوي.
د نړۍ په کچه دوهم ریکارډ د افغان لوبغاړي شفیق الله شفق دی، هغه په یوه فرسټ کلاس سیالۍ کې تېر کال ۲۲ شپږیزې وهلې وې او تر کولېن منرو وروسته دی.
شفیق الله شفق ۲۰۰ ناسوځېدلې منډې کړې وې.
دریم ریکارډ بیا د نجیب الله ترکي شو، هغه سږ کال د احمدشاه ابدالي څلور ورځنیو سیالیو په لړکې ۱۴ مه لوبه د بند امیر لوبډلې پر وړاندې وکړه، دا لوبه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې وشوه.
نجیب ترکي ۱۳۵ توپونه ولوبول، هغه ۱۹ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې ووهلې او ۲۰۰ منډې یې وکړې.
ترکی ۱۸۸ دقیقې لوبغالي کې و او د ریکارډ لپاره یې خولې تویې کړې.
د بند امیر او سپین غر زون ترمنځ لوبه مساوي شوه.

دا د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو دوهم پړاو دی، دا سیالۍ د آپریل په ۴ مه نېټه د ۶ لوبډلو په ګډون ننګرهار، کونړ او کابل کې پیل شوي دي.
د دې لوبو وروستۍ هغه یې د اپریل په ۲۹ مه نېټه کېږي.
سپین غر، کابل، مِس عېنک، بُست، بند امیر او امو زون په دې لوبو کې لوبېږي.
لومړۍ لوبه امو له بند امیر څخه په ۷ منډو وګټله، دوهمه لوبه کابل له مِس عېنک څخه په ۳۸۰ منډو وګټله، دریمه لوبه د سپین غر او بُست ترمنځ مساوي یا ډرا شوه.
څلورمه لوبه د بند امیر او کابل ترمنځ د اورښت له امله لغوه شوه، پنځمه لوبه مِس عېنک له بُست لوبډلې څخه په یوه پاڼۍ او ۱۰۲ منډو وګټله.

شپږمه لوبه د امو او سپین غر لوبډلو ترمنځ مساوي شوه، اوومه لوبه له بند امیر څخه بُست په یوه پاڼۍ او ۸ منډو وګټله.
اتمه لوبه د کابل او امو ترمنځ مساوي شوه، نهمه لوبه د مِس عېنک او سپین غر ترمنځ مساوي شوه.
لسمه، یوولسمه او دولسمه لوبه به د دوشنبې په ورځ د شپږو زونونو ترمنځ په کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې پیل شي.