دا چې افغانان ډېر مینه ناک خلک دي او د خپل هېواد ټولو هستیو سره بې سارې مینه او محبت لري؛ نو د هېواد د سترو شتمنیو سربېره له هغو لوبغاړو سره ځانګړې مینه لري، چې د هېواد بېرغ د نړۍ په کچه رپوي او دې هېواد ته لکه د سرتېرو او نورو وګړو په څېر ویاړونه وربخښي.
اوس د هېواد د هستيو په منځ کې یوه بله ستره هستي درپېژنو د ده په کارکرده ګۍ رڼا اچوو او لاسته راوړنې یې درسره شریکوو.
دا د ده حق هم جوړېږي، چې باید یو څو کرښې پرې ولیکل شي او لاسته راوړنو څخه یې هېواد وال خبر شي.
د کرکټ ستر افغان ستوری محمدنبي عیسی خېل یادوم.
د هیواد د پیاوړي کرکټر محمد نبي عیسی خیل په اړه درسره غږیږو، چې کله یې کرکټ راپيل کړی او څه لاسته راوړنې لري:
محمدنبي عیسی خېل
محمدنبي عیسی خېل په ۱۹۸۵ م کال کې د ګران هېواد په لوګر ولایت کې د جنوري په لومړۍ نېټه زېږېدلی دی؛ اوسمهال ۳۴ کاله او ۱۵ ورځې عمر لري.
محمدنبي خورا غوره کرکټ ستوری او د یو څه وخت لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، دا چې محمدنبي عیسی خېل په لوبډله کې یو کلیدي لوبغاړی و؛ نو لوبډلمشرۍ کې د زیات مسئولیت له کبله لوبه په درست ډول مخته نه شوه وړلای، همدا علت و، چې له لوبډلمشرۍ څخه یې لاس واخېست او اصغر افغان د لوبډلې لوبډلمشر شو.
محمدنبي له لوبډلمشرۍ څخه د لرې کېدو سره سم یو ځل بیا د افغانستان لپاره مثبتې الراونډرۍ ته دوام ورکړ، دغه افغان کرکټ ستوري د هېواد کرکټ ملي لوبډله کې خپل جادو د لوبو په برخه کې ښودلی او وخت نا وخت یې افغان لوبډلې او ولس ته ویاړونه وربخښلي دي.
زما ښه په یاد شي په ۲۰۰۹ م کال کې له نمېبیا سره سیالي وه، چې یو اور کې ۷ منډې پاتې، چې محمدنبي عیسی خېل د اور د ترسراوي لپاره راغی، نوموړي یواځې درې منډې ورکړې او یوه وېکټ یې هم وغورځوله او په دې ډول افغان لوبډلې په انټرکانټېنېټل یا د لویو وچو دوهمه درجه هېوادونو لوبو کې نمېبیا ته د محمدنبي عیسی خېل د ښې لوبې له امله ماته ورکړه.
هغه مهال دا لوبې په ننګرهار کې سیمه یزو رسنیو په غږیز ډول خپرولې، چې د لوبې د بریا زیری له راډیو څخه وشو؛ نو زمونږ په سیمه کې ټول خلک راووتل او د هېواد د کرکټ لوبډلې بریا یې په خوښیو ولمانځله.
د محمدنبي د کرکټ لوبو ته وروسته راځو، چې هغه څومره به موافقیت لوبې کړي دي؛ خو له هغې وړاندې د هغه په اړه یو څه نور معلومات هم وړاندې کوو، تمه ده چې خوښ مو شي:
محمدنبي عیسی خېل له کرکټ وړاندې
د محمد نبي بشپړ نوم محمدنبي عیسی خېل دی، عیسی خېل د دوی د قوم نوم دی.
محمدنبي په لوګر ولایت کې زېږېدلی او له هغه ځایه یې کورنۍ د روسیې او افغانانو ترمنځ په جګړه کې له خپل اصلي ټاټوبي د پښتونخوا صوبه سرحد ته کډه شوه، دوی په پېښور کې ژوند پیل کړ.
محمدنبي عیسی خېل د لس کلنۍ په عمر کرکټ پیل کړی دی، نوموړي د ښوونځي د زده کړو سربېره کرکټ هم کاوه او کله یې چې عمر لږ برابر شو؛ نو د مسلکي کرکټ زده کړې ته یې دوام ورکړ، دوی د پېښور په ځايي اکاډومیو کې له شاپورځدران، شهزاد محمدي، کریم صادق او نورو افغان لوبغاړو سره لوبې کولې.
دغو لوبغاړو هم د محمد نبي په څېر د مهاجرت ژوند تېراوه.
کله چې محمدنبي کرکټ په مسلکي بڼه زده کړ، له هغې وروسته یې کورنۍ په ۲۰۰۰ م کال کې چې دا وخت د ولسمشر کرزي د حکومت انتقالي دوره وه، دوی هم کډن افغانستان ته راغلل.
محمدنبي عیسی خېل لومړۍ لوبه په ۲۰۰۳ م کال کې د افغان لوبډلې لپاره د رحیم یار خان کرکټ ټولنې پر وړاندې ترسره کړه.
افغان لوبډله دغه مهال کمزورې وه او مسلکیت کې یې دومره ترقي نه وه کړې، محمدنبي عیسی خېل چې غوره لوبغاړی و په دغې لوبه کې یې ۶۱ منډې وکړې.
دا مهال افغان لوبډلې ډېر کم امکانات درلودل او له پاکستان او هندوستان سره یې هم قرارداد نه و، چې د کرکټ توکي ترې راونیسي.
د محمدنبي د ځلېدلو پړاو پیل شو
محمدنبي عیسی خېل د خپلې وړتیا ښودلو لپاره مټې رابډ وهلې او د افغان لوبډلې لپاره یې له لاسته راوړنو ډکې لوبې پیل کړې.
په ۲۰۰۶ م کال کې یې د مېريلېبن کرکټ کلب سره د هندوستان په ممبيي کې لوبه وکړه، د نوموړي د اغېزمنې لوبې له کبله افغان لوبډلې د میريلېبن کرکټ کلب لوبډلې په ۱۱۶ منډو ماته ورکړه او غوره لوبغاړی هم محمدنبي عیسی خېل و.
همدا مهال د انګلستان د ټېسټ کرکټ لوبو لوبډلمشر مایک ګاټېنګ محمدنبي د مېري لېبن کرکټ کلب د پروګرام غړی اعلان کړ، چې دا پروګرام په انګلستان کې ترسره کېږي او کله ناکله دا کلب له افغان لوبډلې او یا هم د نورو لوبډلوسره لوبې کوي.
بیا محمدنبي په ۲۰۰۷ م کال د سریلانکا الف لوبډلې سره فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ کې د مېرې لېبن کرکټ کلب په ګټه ولوبېد، چې ده په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې ۴۳ منډې جوړې کړې.
له دې وړاندې محمدنبي عیسی خېل د پاکستان په کورني کرکټ کې په قاعدا اعظم ټرافي لوبو کې هم لوبېدلی و.
دا خو محمدنبي عیسی خېل هغه لومړني معلومات و، چې ومو لوستل اوس د محمدنبي عیسی خېل نورو معلوماتو ته ورځو.
په ۱۴ لوبډلو کې د محمدنبي عیسی خېل لوبې او کلونه
له افغان کرکټ ملي لوبډلې پرته محمدنبي عیسی خېل په ۱۴ کورنیو او بهرنیو لوبډلو کې لوبېدلی.
۲۰۰۷ م کال څخه تر ۲۰۱۱ م کال پورې له مېرې لېبن کرکټ کلب سره غړی و، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو په اوږدو کې د پاکستان کسټم کرکټ لوبو غړی و؛ ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونوکې د محمدیان سپورټېنګ کلب غړی و، ۲۰۱۳ کال کې د بنګله دېش کرکټ لیګ په سېلهېټ رویالز لوبډله کې واخېستل شو، په ۲۰۱۵ م کال کې د بنګله دېش سوداګریز لیګ کې د رنګپور لوبډلې سره یو ځای شو.
۲۰۱۶ م کال کې د بنګله دېش په سوداګریز کرکټ لیګ کې له چېټاګانګ وېکېنګز لوبډلې سره مل شو، چې اوس دغې لوبډلې سره په ۲۰۱۹ م کال کې شهزاد محمدي او نجیب الله ځدران لوبېږي.
۲۰۱۷ کال بي پي ایل کې له کامېلا وېکټورینز لوبډلې سره ولوبېد، ۲۰۱۶ م کال کې د پاکستان په سوپر کرکټ لیګ کې له کوېټې لوبډلې سره خورا خطرناک الراونډر و، ۲۰۱۷ م کال کې سن رایزرز حېدراباد لوبډلې سره د نړۍ په ستر سوداګریز لیګ آې پي ایل کې ملګری شو، ۲۰۱۷ م کال کې د ویسټ انډیز په سي پي ایل سیالیو کې له سېنټ کېټس او نیویس پېټرېئټس لوبډلې سره مل شو، ۲۰۱۷ م کال کې د په شپږیزه لیګ کې مِس عېنک لوبډلې لوبډلمشر و، ۲۰۱۷ کال کې د نړۍ بل سوداګریز کرکټ لیګ بي بي ایل یا بېګ باش لیګ کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې وپېره، چې ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونوکې هم ورسره دی.
۲۰۱۸ م کال کې د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې د لېسېسټرشایر لوبډلې په ګټه ولوبېد او په ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د بلخ لوبډلې لوبډلمشر شو، چې د دغه لیګ د لومړي پړاو اتلولي هم محمدنبي عیسی خېل یوړه.
محمدنبي عیسی خېل له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۰۹ م کال پورې
عیسی خېل چې د افغان لوبډلې نه هېرېدونکې څېره ده او وړتیا یې په هره لوبه کې د لمر په څېر ځلانده ده، د ۲۰۰۸ م کال د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د پنځم پړاو تر عنوان لاندې لوبوکې جادویي لوبه وکړه، دا مهال محمدنبي عیسی خېل په دغو لوبوکې چې افغان لوبډلې پکې ۷ لوبې وکړې، ۱۰۸ منډې وکړې او لس یې وېکټې واخېستې او په دې ډول افغان لوبډلې ۷ واړه لوبې وګټلې او اتلولي یې واخېسته.
محمد نبي عیسی خېل د ټول ټورنمنټ دوهم غوره لوبغاړی و.
د کرکټ نړیوالې شورا څلورم پړاو تر عنوان لاندې لیګ کې هم افغانستان بریا حاصله کړې وه او افغانستان دغه لیګ ګټلی و.
په څلورم پړاو لیګ کې محمدنبي عیسی خېل د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی راغلی و، هغه ۱۵۴ منډې کړې وې او ۱۴ یې وېکټې اخېستې وې.
عیسی خېل د ۲۰۰۹ م کال د کرکټ نړیوالې شورا د دریم پړاو لیګ کې لوبوکې د افغان لوبډلې په ګټه شامل و، دریم پړاو لیګ هم افغان لوبډلې وګاټه او په دې ډول افغان لوبډلې د ۲۰۰۹ م کال د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو ته ورداخل شو؛ خو افغان لوبډلې د ۲۰۱۱ م کال پنځوس اوریز جام لوبوته چې په هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا کې ترسره شوې کوالیفای یا ارتقا ونه کړه.
خو افغان لوبډلې له دې وروسته د یو ورځنیو لوبو حقوق حاصل کړل، چې بیا په ۲۰۱۴ م کال کې افغان لوبډلې اسیا جام سیالیوکې ګډون وکړ او بنګله دېش ته یې پکې ماته ورکړه، له دې وروسته افغان لوبډلې په ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې چې اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو ګډون وکړ، هلته یې سکاټلېنډ ته ماته ورکړه.
محمدنبي عیسی خېل د ۲۰۰۹ کال په اوږدو کې له سکاټلېنډ سره په لوبه کې ۵۸ منډې وکړې او د لومړي ځل لپاره یې د یو ورځنیو لوبو نیمه سلیزه ثبت کړه.
دا د محمدنبي لومړۍ یو ورځنۍ رسمي لوبه وه، چې افغان پکې سکاټلېنډ مات کړ او محمدنبي پکې خپله لومړي نیمه سلیزه په لومړۍ لوبه کې ثبت کړه.
محمدنبي د همدې نیمه سلیزې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.
محمدنبي عیسی خېل له ۲۰۰۹ م کال څخه ۲۰۱۳ م کال پورې
محمدنبي عیسی خېل ۲۰۰۹ او ۱۰ کلونوکې د کرکټ نړیوالې شورا په کپ یا جام کې چې فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ وې د زِمبابوې خلاف افغان لوبډله ولوبېده، محمدنبي عیسی خېل په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه ووهله او له دې وروسته یې په توپ اچونه کې ۳ وېکټې واخېستې او ۹۰ منډې یې ورکړې.
محمدنبي له دې وروسته د افغان لوبډلې د یو مهم لوبغاړي او غوره الراونډر په توګه لوبو ته دوام ورکړ.
۲۰۱۰ م کال د نړیوال شل اوریز جام لپاره د غوراوي سیالۍ ترسره شوې، چې محمدنبي پکې اغېزمن رول لوباوه.
افغان لوبډلې د ۲۰۱۰ م کال نړیوال شل اوریز جام ته چې ویسټ انډیز کې ترسره شو کوالیفای وکړه او هلته یې له سهیلي افریقا او هندوستان ماتې وخوړې.
۲۰۱۰ م کال کې نوروز منګل د افغان لوبډلې لوبډلمشر و او محمدنبي یې مرستیال و؛ خو کله چې نوروز منګل له لوبډلمشرۍ لرې شو، محمدنبي لوبډلمشر وټاکل شو.
محمدنبي په لوبډلمشرۍ کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته د غوراوي جام په سیالیوکې پایلوبه وبایلله، بیا نو محمدنبي هم له لوبدلمشرۍ ځان ګوښه، ځکه فشار پرې زیات و او په درست ډول یې لوبه مخته نه شوه وړلای؛ دا چې محمدنبي یو باوري لوبغاړی و نو په دې وجه یې لرې کړ، چې له فشار پرته ښه لوبه وکړي.
عیسی خېل له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۵ پورې
۲۰۱۳ م کال کې د افغانستان کرکټ بورډ محمدنبي عیسی خېل د کرکټ نړیوال شورا یا آې سي سي انټرنېشنل کپ لپاره لوبډلمشر اعلان کړ، دا مهال نوروز منګل د پاکستان خلاف د یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې ماته خوړلې؛ یعنې افغان لوبډلې له پاکستان څخه ماته خوړلې وه؛ نو نوروز له لوبډلمشرۍ لرې شو او پر ځای یې کرکټ بورډ محمدنبي لوبډلمشر اعلان کړ.
د محمدنبي عیسی خېل تر لوبډلمشرۍ لاندې افغان لوبډلې د ۲۰۱۴ م کال اسیا جام سیالیوکې ګډون وکړ، چې بنګله دېش ته یې ماته ورکړه.
له دې وروسته محمدنبي د ۲۰۱۴ م کال شل اوریز جام کې هم لوبډلمشر و او له هغې وروسته د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې لوبډلمشر پاتې شو.
محمدنبي له ۲۰۱۵ کال څخه تر اوسه پورې
دا چې په محمدنبي د لوبډلمشرۍ بوج او فشار زیات و؛ نو لوبوکې یې ښه کارکرده ګي نه شو کولای او همدا علت و، چې له لوبډلمشرۍ څخه یې استعفا وکړه، لوبډلمشري اصغر افغان واخېسته.
دا مهال د افغان لوبډلې روزونکی پاکستانی انضمام الحق و، محمدنبي به مخکې په شپږم نمبر توپ وهنې ته راته؛ خو د انضمام الحق د روزنې پر مهال هغه دریم نمبر باندې توپ وهنې ته راته.
په دې سره د محمدنبي توپ وهنه په ډراماتیک ډول وغوړېده، هغه د زِمبابوې خلاف په لوبلړۍ کې سلیزه وکړه او په ټوله لوبلړۍ کې یې ۲۲۳ منډې وکړې.
افغان لوبډلې دغه سیریز درې د دوه پر وړاندې وګاټه او محمدنبي د سیریز غوره لوبغاړی شو.
د محمد نبي ښې لوبې په ۲۰۱۶ م کال نړیوال شل اوریز جام ځانګړی ځواک وروباخښه.
په خپل ګروپ کې افغان لوبډلې هانکانګ او زِمبابوې ته ماتې ورکړې، غوره افغان کرکټ ټولچاری محمدنبي عیسی خېل د دغو دواړو لوبو غوره لوبغاړی شو او افغان لوبډلې سوپر لس لوبډلو ګروپ ته کوالیفای وکړه.
https://www.youtube.com/watch?v=Hhgi6q6uWkE
۲۰۱۶ م کال شل اوریز جام کې محمدنبي انګلستان سخت اغېزمن کړ او د دوی منډې یې وننګولې، مورګن یې بولډ کړ، یو یې کېچ ونیو او رن اوټ یې وکړ، چې د انګلستان هدف یې محدود کړ.
خو انګلستان له سختې لوبې وروسته افغان لوبډلې ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه.
۲۰۱۸ کال می میاشت کې افغان لوبډلې د هندوستان خلاف په لومړۍ تاریخي ټېسټ لوبه کې محمدنبي په نوملړ کې شامل کړ، دا لوبه د جون په ۱۴ مه نېټه ترسره شوه، چې هند وګټله.
دا د محمدنبي عیسی خېل هغه لوبې او د کرکټ کارکرده ګي وه، چې د افغانستان لپاره یې کړي دي.
له دې وروسته په راروانه لیکنه کې درسره د محمدنبي عیسی خېل د سواګریزو لوبو په اړه معلومات درکوو، یاران درسره تعقیب کړئ او د خپلو اتلانو معلومات او اتلولۍ درسره شریک کوو.