راشدخان په ډېرو لوبډلو کې د لوبېدو لومړی مقام واخېست او نبي دریم بوخت الراونډر شو

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: یاران کرکټ
د میاشتیني یا مانتلي کرکټ په نوم یوې مجلې لیکلي، چې محمدنبي عیسی خېل او راشدخان هغه لوبغاړي دي، چې په شل اوریزه لوبوکې د نړۍ په لیګونو کې ډېر بوخت دي.
راشدخان او محمدنبي په دې وروستیوکې د ښو لوبو له کبله په نړۍ کې مشهور شوي او د نړۍ د سوداګریزو لیګونو دروازې یې پرمخ پرانېستل شوي دي.

مانتلي مجله لیکي، دوی په کلنۍ نړيواله سروې کې دا معلومه کړې، چې راشدخان او محمدنبي د شل اوریزو لوبو لپاره ۱۰ هېوادونوته سفر کړی، چې تر اوسه نورو لوبغاړو نه دی کړی.
د مجلې په راپورکې راغلي، چې سهیلي افریقا، ډېن وېلاس نړۍ کې ډېرې لوبې کړي، جوروټ او جاني بېرسټو بیا په هرو څلورو ورځو کې لوبې کړي، ویرات کولي بیا د ټولو لوبغاړو په پرتله له زیاتو توپونو سره مخ شوی، جیټن پټېل چې د نیوزیلېند د هېواد دی، تر ټولویې زیات توپونه ترسره کړي او راشدخان بیا هغه لوبغاړی دی، چې په کلني ډول تر ټولو ډېرو شل اوریزو لوبو کې لوبیدلی.
راشدخان په کلني ډول په زیاتو لوبډلو کې د لوبېدوریکارډ هم خپل کړی دی، هغه په اتو لوبډلو کې لوبیدلی او سي پي ایل سیالیو کې د بوختیا له امله سږکال ونه لوبېده.
راشدخان د افغانستان ملي لوبډلې سربېره، د نړۍ د یوولس غوره لوبغاړو لوبډله، سسېکس لوبډله، اډیلایډسټرایکرز، سن رایزرزحېدراباد، کامېلاوېکټورینز، ګویانا امازون وریئرس او بند امیرښامارانو لوبډلو کې لوبیدلی دی.
په دې برخه کې دوهم مقام د پاکستاني شعیب ملک دی.
دریم تېساراپرېرا دی او څلورم بیا افریقایي عمران طاهر دی.
د نړۍ زیاتو هېوادونو ته د لوبېدو لپاره بیا راشدخان او محمدنبي تر ټولو مخکي دي.
دواړه لسو هېوادونوته د لوبېدولپاره تللي دي، چې لومړي مقام کې دي، ورپسې بیا شعیب ملک، تمیم اقبال، شاداب خان او سندیپ لامیچانی دي، دوی په ۹ هېوادونوکې لوبېدلي دي.
راشدخان لومړنی لوبغاړی دی، چې په دې وروستیو کې يې په چټکۍ سره ۶۵ شل اوریزه لوبې کړي دي.

ورپسې ویسټ انډیزيان دي، ډوېن براوو ۵۰ لوبې او سونېل نرېن بیا ۴۵ لوبې ترسره کړي.
په کلني ډول زیاتو توپونو سره چې مخ شوی هغه ویرات کولي دی، هغه ۴۱۷۴ توپونوسره مخ شوی دی.
ورپسې چېټېشورپوجارا دی، چې ۴۰۸۹ توپونوسره مخ شوی.
دریم مقام کې بیا هاشم امله دی، چې ۳۹۲۲ توپونو سره مخ شوی.
په شل اوریزه لوبو کې د راشد خان توپونه
د مجلې د سروې له مخې راشدخان په شل اوریزه لوبو کې تر ټولو زیات توپونه ترسره کړي، نوموړي ۱۵ سوه توپونه ترسره کړي دي.
په نړۍ کې د شل اوریزه لوبو بوخت یا مصروف ال راونډران
محمدنبي عیسی خېل په شل اوریزه لوبوکې د بوختو ال راونډرانو په قطارکې دریم دی، لومړی براوو دی بیا سونېل نرېن دی او ورپسې دریم مقام کې محمدنبي عیسی خېل دی.
دغو ال راونډرانو تر ۳۵۰ پورې توپونه ترسره کړي او له ۳۰۰ توپونوسره مخ شوي هم دي.
د میاشتیني کرکټ یا مانتلي کرکټ مجلې دا سروې د کرکټ په دولس برخوکې کړې ده، چې د نړۍ په کچه لوبغاړي پکې شامل دي، چې محمدنبي او راشدخان یې هم برخه دي او ځېنو برخوکې په لوړه درجه کې راغلي .

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.